په پکتیکا ولایت کې دیني عالمانود یوې غونډې په ترڅ کې ټول افغانان ملي یوالي ته راوبلل او په روانو شرایطو کې یې د وسله والو مخالفینو د کړنو په وړاندې خپل غبرګون وښوود.

ګڼ شمیر علماد پکتیکا ولایت مقام مرکز ښرنې د غونډو په لوی تالار کې په دې موخه راټول شوي وو ترڅو په سیمه یزه کچه روانو ناخوالو ته د حل لاره ومومي او د دوی په وړاندې خپل دریځ روښانه کړي.

د پکتیکا د حج اوقافو رئیس مولوي ضبط الله له علماوو وغوښتل چې نور د باطل په وړاندې چوپه خوله پاتې نشي او خپل غږ د ممبر له لارې اوچت کړي.

د مټاخان د ولسوالۍ د جامع جومات خطیب او نور ګڼو علماوو په هیواد کې روانه جګړه ناروا وبلله وویل چې د سړکونو،پلونو،مکتبونو او کلنیکونو ورانول د هیواد د مسلکي کدرونو ترور او د دوی د خدمت مخه ډب کول د اسلام د اصولو خلاف عمل دی او باید ښکیلې ډلې له داسې اعمالو لاس واخلي چې ملت زیانمنوي او ژمنه یې وکړه چې د روانو نا خوالو د له منځه وړلو په برخه کې به خپل عالمانه مسئولیت ادا کړي.

د پکتیکا والي امین الله شارق په علماوو غږ وکړ چې د ولایت او ممبر ترمنځ به شته فاصلې ژر له منځه وړي او له دوی یې وغوښتل چې د روانې جګړې په وړاندې د خپل دریځ روښانه کړي او په وسله والو مخالفینو یې غږ وکړ چې د پردیو له لوري په پلان شوې جګړه د د دین په نوم ځان نه قربانوي او د دونیا او اخرت د دغه لوی عذاب نه د ځانونه وژغوري، دغه راز د پکتیکا والي د دوښمن له لوري پلان شوې رواني جګړې ته په اشارې سره له علما وغوښتل چې له دولت سره همکاري ډیره کړي او ډاډ ورکړ چې د سر په قیمت به د دوښمن په وړاندې جنګیږي او هیچاته به اجازه ورنکړي چې د سیمې امنیت زیانمن کړي.

د ولایتي شورا غړي مبین فقیرزاده او نورو ویناوالو روانه جګړه د ګاونډي هیواد پاکستان غیر اسلامي او انساني لاسوهنه وبلله او ګوت څنډنه یې وکړه، ترهغه چې په دې وطن یو افغان ژوندی وي، ګاونډیان به په خپل شوم هدف کې بریالي نه شي.

نبي الله پیرخیل

د پکتیکا ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *