تاند – د پکتیکا ولایت والي مولوي محمد الیاس وحدت نن هغه یاغیان له غونډې څخه واېستل چې د افغانستان د ملي سرود د غږېدلو پر وخت د ملي سرود د درناوي له پاره ونه درېدل.
د افغانستان ملي سرود د الله اکبر او د افغانستان ملي بیرغ د لا اله الاالله محمد رسول الله په مقدسو کلیمو ښکلي کړای شوي دي او دیني عالمان وایي چې د ملي تر څنګ له مذهبي پلوه یې هم درناوی لازم دی.
ویل کیږي چې د پکتیکا وروستۍ غونډه د سلیمان غر کلنۍ مشاعرې په مناسبت بلل شوې وه چې د ولایت او اړوندو ولسوالیو ځوانانو په کې برخه اخیستې وه.
ښاغلي وحدت د غونډې برخه والو ته وویل چې، له نن نه وروسته هغه څوک چې ملي ارزښتونو ته درناوی ونه کړي هغه به له غونډو څخه اېستل کیږي او هغه څوک چې د ملي سرود د احترام په ویاړ غونډو کې نه پورته کیږي غونډو ته دې نه راځي.
ویل کیږي چې تر دې مخکې، د پخوانۍ شمال ټلوالې یو شمېر پاتې شوني له دې امله د ملي سرود درناوي ته نه پورته کېدل چې ویل به یې چې ولې په پښتو دی، او په یوه وروستی اقدام کې درې ورځې مخکې د کندهار پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي یو شمېر محصلانو چې ویل کیږي د یو شمېر پاکستان پلوه استادانو له ایډیالوژۍ څخه متاثر ول د ملي سرود په ویاړ نه وو پورته شوي چې په ټولنیزو رسنیو یې د افغانانو سخته غوسه راوپاروله.
مننه ترى کوو
موږ همدعسى مشرانو ته ضرورت لرو
تر څو دعه پراديپالى له غونډو نيولى له کلى او له ښاره وشاړى
مننه له وخدت صاخب
په رشتيا حوستۍ ځوان دى
شکر ده د اول ځل لپاره مې په مولویانو کې د سړي زوی ولید. دوی خو له وژلو، ډبولو وحشت او دهشته پرته د سړیتوب او تمدن څه نه دي زده.
مننه اصلي مسلمان مولوي وخدت
مقدس صیب په مولویانو کې ډېر ښه او پوه خلک شته. یو شمېر چې په ځینې مسایلو کې سرغړونه کوي هغه د پردیو مزدوران دي.
وحدت سيب سلامونه مي ومني.سل افرينونه دي وي پر تاسو اوستاسوپه شان پر وطن اودافغانستان پربيرغ مينانو باندي.زما په اند ددغو کسانو د پوهاوي لپاره دغه شان رويه تر ټولو غوره اوعملي ده تر څوهغوي چي لاتر اوسه دافغان او افغانيت سره ستونزي لري پوه شي اوپه دي هم پوه شي چي (چي نوردپﻻراونيکه په گيره خندا دزغم نه ده) .پربخښونکي خالق موسپارم.
څوک چې په ملي ارزښتونو نه پوهیږې باید وپوهول شي همدا د ملی ارزښتونو په اړوند زموږ ناسم پوهاوی دی چی وطن مو نه جوړیږی هر څوک باید دینی او ملې ارزښتونو ته درناوی ولری مننه
والی صاحب ډیر دروند کار دی کړی دا خلک دی باید ټول تورو زندانونو ته استولی وای څکه دوی ددی خوار ملک له آب هوا او امکاناتو استفاده کوی او بیا د ملی ارزښتونو درناوری نکوی دا په دی معنا ده چی دوی داته دلته خوری او هګی بل ځای کښی اچوی الله د همیش ستا په څیر غیرتی خلکو مل وی په صداقت او میړانه کار وکړه تل به دی خدای ج په اور کښی وساتی
د ښاغلی وحدت صاحب دا کړنه باید ټول په پراخه پیمانه وستایی ترڅو له یوه لوری له نوموړی سره همغږی او له بل لوری څخه پردی تالی سټی پدی و پوهیږی چی مونږ خپلو ارزشتونو ته احترام لرو ددوی دغه کړنه په کلکه غندو. ترټول دی خواشینی ځای دادی چی اکثره دغه بدبختان بیا ځانته پښتانه هم وایی ولی بل لوری ته د هیواد سترو ارزښتونو ته سپاکاوی کوی.
سم کار یی کړی څوک چی ملی ارزۍتونو ته احترام نه لری دهغوی سره همداسی کار پکار دی
Salamooona
De junabi wahdat sakha yaw jahan manana dagha de islam la khatera na balki khpala wafadar isi ta shai che mong dumra benaga afghanan yu aw bas stasi da de sha eqdam na manana mong stasi pa shan wafadar aw watan dosta molayano aw charwako ta zarorat laro na dectator walyano ta hamdagha dera sha watani saza de warkari da os ba der ghulaman ya ba jalsoo ta na razi aw ka razi majboor de de mili soorud ehteram maraghat kri zamong de mili soorud har alfaz ke watan dosti islami jazba mawjooda da bayad ehteram e wakro de la barya pa hela aw ziat omer pa hela.