یو شمېر مشخص کسان د دولت د وسله والو مخالفینو په اشاره د ولس له پاکو احساساتو ګټه اخلي او په پکتیکا کې ګډوډي رامنځ ته کوي.

دغه څرګندونې نن ورځ پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د ولایتي شورا له استازو سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې.

پکتیکاوالي محمدالیاس وحدت وویل چې ځېنې کسان چې د دولت له وسله والو مخالفینو سره اړیکې لري، د ځمکو په غصب کې ښکېل دي او یا هم له ولایتي ادارې نا قانونه غوښتنې لري هڅه کوي چې د ولس له سپېڅلو احساساتو نه په ګتې اخیستنې سره د دولت او ولس ترمنځ ستونزې ایجاد کړي.

خو پکتیکا والي وایي چې د معامله ګرو پر وړاندې یې دريځ جدي دی او په وینا یې د هېچا ناروا غوښتنو او فشارونو ته به تسلیم نه شي.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت دغه راز له ولسمشر محمداشرف غني ځانګړې مننه وکړه چې د پکتیکا محرومیتونو ته ځانګړی پام لري.

ښاغلی وحدت وایي، د ولسمشر په خپل شخصي لګښت او ځانګړې لورینه د پکتیکا په شپږو ولسوالیو کې شپږ ښوونځي جوړیږي چې په وینا یې د هر ښوونځي لګښت به تر پنځوسو زرو امریکایي ډالرو پورې وي.

پکتیکا والي همدا راز د یو شمېر هغو لویو او واړو پروژو یادونه وکړه چې د جوړېدو کارونه یې روان دي او یا هم په نږدې راتلونکي کې د پیلېدو په حال کې دي.

ښاغلي وحدت دغه راز د امنیتي برخې ځانګړې یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې ولسمشر اړونده ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د پکتیکا ولایت د امنیتي ستونزو په له منځه وړلو کې جدي ګامونه پورته کړي.

بل لورته د پکتیکا د ولایتي شورا وکیل افسر خان سلیمان خېل او د دې شورا استازي نعمت الله بابري هم په ولس غږ وکړ چې خپل دولت ته لاسونه ورکړي او د سیمو په ارامۍ کې خپل غښتلی رول ادا کړي.

دوی له ولس غوښتنه کوي چې د څو مغرضو کسانو په لمسون دې نه تېروځي او د پکتیکا د پرمختګ لپاره دې له دولت سره همکاري زیاته کړي.

د یادونې ده چې سږ کال به د پکتیکا ولایت په ټولو ولسوالیو کې د بیارغونې ګټورې لویې او واړې پروژې ترسره شي او ددې ترڅنګ به د پوهنې بهیر د پیاوړتیا، روغتیایي اسانتیاوو ته د خلکو لاس رسي، دبې وزلۍ د کچې راټیټولو او یو شمېر نورو برخو کې د پام وړ کارونه ترسره شي.

درنښت

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *