د جلال اباد د تروریستي حملې اصلي تنظیموونکي ونیول شول

د پکتیکا ولایت په اورګون ولسوالۍ کې څلور وسلوال طالبان له وسلو او موټرو سره نیول شوي دي.
دپکتیکا د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان عزیزالله کاروان وایي، غه ډله د حقاني شبکې پوري تړاو لري او په ډیرو ورانکاره فعالیتونو کي یې لاس درلود.

دپکتیکا امنیه قومندان مل پاسوال محمد عظیم وایي، د یادو کسانو سره دوه کرولا ډوله موټر،دوه میله راکټ ، دوه میله پیکا، ۱۵ دانې د راکټ مرمۍ ، ۳۶۰ د پیکامرمۍ او یوڅه اندازه باروت نیول شوي دي.
امنیه قوماندان وایي، دا کسان تیر ماښام د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوي.
دپکتیکا ولایت امنیه قومندانۍ رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *