تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یوناما او ګڼو افغانانو د پکتیکا وحشیانه ځانمرګی برید وغانده.
د پکتیکا د اورګون ولسوالۍ جامع جومات ته څېرمه د یوه مارکېټ مخته په دې تروریستي برید کې، چې د موټر بم په وسیله وشو، لږترلږه ۴۳ تنه وژل شوي او ۹۵ نور ژوبل شوي دي.
د برید په وجه ګڼ دوکانونه او موټرونه هم ویجاړ شوي دي.
یوه شاهد وویل چې په روغتون کې ځای نه شته چې د ټپیانو درملنه پکې وشي.
دفاع وزارت ویلي چې هیلي کوپترې یې سیمې ته لېږلي چې ټپیان د نورو سیمو روغتونو ته ورسوي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په یوه اعلامیه کې دا برید د افغانستان د دښمنانو کار بللی او هغه یې غندلی دی.
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوناما د پکتیکا نننۍ ځانوژونکې حمله، چې د ۸ ماشومانو په شمول ۴۳ تنه پکې ووژل شول، په کلکه غندي.
یوناما ویلي چې دا برید د روژې په میاشت کې، چې د سولې او صبر میاشت ده، شوې ده.
د پکتیکا پر دې خونړۍ پېښې د خلکو له سخت غبرګونه وروسته وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دوی د دې برید مسوولیت په غاړه نه اخلي او په دې اړه څېړنه کوي چې چا کړی دی.
روانه اوونۍ په پکتیکا کې د وسله والو طالبانو له لوري دوې نورې چاودنې هم شوي دي. یوه په اورګون او بله سروزې (سرحوضې) کې وشوه چې له کبله یې ۴ تنه وژل شوي او ۱۱ ټپیان شوي دي. طالبانو د دواړو حملو مسوولیت په غاړه اخیستی و.
د پکتیکا پر خونړي برید په ټولنیزو رسنیو کې د څو افغانانو عکس العملونه؛
احمل هوډمن:
زموږ د ملت وحشي دښمنه په دې روژه کې دې د پکتیکا په سلګونو کورنۍ دغم په ټغر کېنولې. بې وزله افغانان دې ووژل، ګلالي او معصوم ماشومان دې یتیمان کړل او تورسرې دې کونډې کړې .
ته په هیڅ ارزښت باور نلرې. ته بې له دې، چې وحشي یې بل هیڅ څه نه یې!
فیصل عمر خېل:
په ډير خواشيني سره مي خبر تر لاسه کړه چي د پکتيا ولايت قدرمن ولس نن په وينو ولمبيدل په وينو ککړ شولو پدي مبارک مياشت کي اي ظالمه ته دچاه لخوا دي کار ته اماده شوي وي ايا دوي انسانان نه ول دوي الله تعال د ځمکي پر مخ ښه ژوندکولو لپاره نه وه پيدا ګري ايا تاچي کله دغه وحشيانه عمل ترسره کولو تاته خپل اولاد ورور پلار کاکا ماما خور مور لور ناموس در ياد وه اي ظالمه دوي لاړل شهيدان شول خو افسوس ستا پر حال تا په سل کونو کورونو کي د وير ټغر راخور کړو خداي دي تاته دا درد وښايي زه دغه وحشيانه عمل په کلکو ټکو سره غندوم الله تعال دي ددي پيښي شهيدانو ته جنت فردوس او ددوي پتمنو کورنيو ته صبرجميل ورکړي
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر امیرزی سنګین:
نن په ارګون کې ماتم دئ
زمونږ د وطن او خلکو دښمنانو نن د ارګون په بازار کې د ګڼو عامو وګړو په منځ کې د موټربم انتحاري چاودنه وکړه چه له امله یې تقریبا سل کسان شهیدان او په لسګونو نورټپیان شوي دي. د روژې په مبارکه میاشت کې دا وحشیانه، ضد اسلامي او ضد بشري لوی جنایت زمونږ ټول ګران وطنوال شدیدا محکوموي او په دې لوئ ماتم کې د غمجنو کورنیو سره ځانونه شریک ګني. د لوی خدای (ج) څخه شهیدانو ته جنت، ټپیانو ته شفا او ددوی کورنیو او دوستانو ته د صبر جمیل دعا کوم
د ارګون په حمله کې، چې سل روژه په خوله مسلمانان یې شهیدان کړل، ټول ملائیت شریک دی، او ټول ملائیت به تر هغو شریک وي چې د ملایانو مدرسې ټالیبان زېږوي او تربیه کوي او ملایان د ټالیبانو په نارواوو او اباحیت باندې غلي وي. تر څو چې دغسې وي، موږ به د هر ملا په څېره کې د ارګون د شهیدانو قاتلان وینو.
سید شاه سقیم:
اورګون کوم پور پرې کړ!
د پکتيکا ولايت په اړوندو سيمو کې پاکستاني عسکرو پر ډېورنډ کرښه اغزن سيم دراوه او کندې يې ورباندې جوړولې.
پکتيکاوالو د لوی بابا پر مېنه د انګرېز د حرامي اولادونو پلونه و نه زغملای شوای، غږ يې پورته کړ، د پنجاب د دغه يرغل مخه يې ونيوه ….
او بيا لسګونه ځوانۍ راونړېدې
فرید احمد رنجبر:
ای له شهیدانو مړه ولسه را ولاړ سی او نغاری وډنګوی نور په ځومره پیښو او غمیزو ته ژړیګو او کړیژو.
غازی اباد می هیر ندی ، د سردار د معصومو بچیانو قتل می هیر ندی ،د زابل، کندهار، کندز، کابل او ټول هیواد، اوس وخت د دی ده چی له کنړه تر کندهاره له هلمند تر غزنی او کندز نه تر لوی پکتیا میړنی ولسونه را ولاړ شی او نغاری وډنګوی ، پردیو ته وفاداره او مزدور ټالیب نور باید جارو کړی نور مه پریژدی سی هر اختر کی مو د غم په تغر کښینوی.
فرید الدین نوري:
پکتیکا والو په غم کی مو شریک یو. د نن روژه ماتی دعا می د پکتیکا د نن ورځی شهیدانو او زخمیانو ته وه. خدای شاهد ده چی د روژی ماتی په وخت کی می هغه معصوم شهیدان سترګو سترګو ته کیدل چی د نن ورځی په وحشیانه برید کی په شهادت رسول شوی دی.
یاالله ج! ستا څخه د نن ورځی شهیدانو ته جنت الفردوس، زخمیانو ته شفاء کامل، او د شهیدانو ورثاوو ته صبر جمیل او اجر عظیم غواړو. یا الله! د دی خاوری، ملت دښمنان نور نیست او نابود کړی او مونږ او ټوله نړی یی له شره خلاصه کړی. امین ثم امین
اصف خان
پکتیکا په غم کی شریک یو او هغه بی وجدانه او بی فکره چارواکی غندم چا چی ددی وطن واگی په لاس کی اخستی چی تاسو ولی د خپلو گتو په فکر کی ی د خپلو بنگلو اپارتمانونو په فکر کی ی خپله چی مو په سر درد شی نو هند او اروپا ته خوشی یاست او نن چی د هغه بی وزلو نیستی زپلو پلرونو میندو خویندو کوچنی ماشومانو د وینو تویدلو او په أهو په فریاد باندی سترگی پتوی ددی دا معلومیگی چی تاسو پدی وخشیانه کار کی خپله فیصدی لری که په فلسطین اسرایل مسلط دی نو مونگ باندی یو مسمان اسرایل مسلط دی نور خپله فکر او قضاوت وکی کاش چی قضاوت مو کولی ور به کی جواب )ما خو سوک ندی بی وجه أزار کری”سوک چی ما أزاروی أزار د چا دی”
فضل ربي شاکر:
آآآه ! زما مظلومې پکتیکا ! د غم او وېر په بدرګه کولو کې دې راسره، توري او الفاظ مرسته نشي کولای. توري او الفاظ مې له شونډو او قلمه د تېښتې هڅه کوي. وېرېږي چې: د ماتم شریکۍ حق به دې أداء نشي کړای، ددې پرځای چې: درد دې ټکور کړي، هسې نه په وېرژلي پرهر دې، نورې مالګې ونه شیندي ! خو خیر ! که موږ ددې جوګه نه یو، چې: غم ته دې، په عملي او لفظي بڼه اوږه ورکړو نو: ته بیا هم، یواځې نه یې ! ځکه ته مظلومه یې ! ستا شهیدان او ټپیان مظلوم دي ! ته پوهېږې؟ چې د مظلوم مرستندوی څوک دی؟ د مظلوم مرستندوی هماغه (عزیزذوانتقام) رب دی، چې نن یې ستا قاتل، ستاسره ددې لوی ظلم او وحشت په بدل کې، د جهنم تورې کندې ته ولېږه ! دا زه نه وایم: بلكه، دا د هماغه عزیزذوانتقام رب وینا ده، چې وایي: (ومن یقتل مؤمنا متعمدا فجزاءه جهنم، خالدا فیها، وغضب الله علیه، ولعنه، وأعدله عذابا عظیما) هو ستا رب، ددې وینا د مصداق له مخې، ستا قاتل ته پنځه عذابه ورکړل. هن ! چې دادې هم له یاده ونه باسې ! چې رب دې، د یو مؤمن په بېګناه وژلو دهغه قاتل ته پنځه عذابه ورکوي، نو دا چې ستا د مظلومو بچیو په څېر، ۸۹ ووژني او تر ٤٠ زيات ټپیان کړي، دداسې وحشي قاتل به څه حال وي ! نو: اوښکې دې وچې کړه، زړه دې په صبر ټکور کړه ! او پدې باور ولره ! چې ستا رب به، ستا او ستا د مظلومو شهیدانو انتقام اخلي. إن شاء الله ژر او ډېر ژر ! #پکتیکا_په_ویر دې_شریک_یو
حلیم فدايي:
زما د پکتيکا وېر، د کابل وير او د ټول افغانستان وير ځکه وير نه ګڼل کېږي چې موږ سياستوال نلرو، که لرو يې ملي نه دي. کنه نن بايد د ملي ماتم په دود مو د تل لپاره د نېږدې او بېرونې دښمن لاس له خپل برخليک ټاکلو پرېکړی وای! الله تعالی د نور د پکتيکا او ټولو شهېدانو وينه په ملي مينه بدله کړي ترڅو نور د هيڅ افغان وينه توی نشي.
ناهید فرید:
در سوگ پکتیکا…
غزه همینجاست خواهر و برادرم، غزه در همین نزدیکی، در پکتیکا اتفاق می افتد و ما چه بیخبرانه در سوگ غزه ایم.
غزه همینجاست، بیخ گوشمان، آنجا در غزه در یک هفته ۱۰۰ نفر به خون می غلطند، اینجا در چند کیلومتری کابل، در پکتیکا در یک چشم به هم زدن ۹۸ بیگناه به خون می غلطند. آنجا قاتلان از قوم یهودند و منطق شان دشمنی با مسلمان، اما اینجا قاتلان برادران مسلمانند، از قوم مسلمان، که در ماه مهمانی خدا، به نمایندگی از دین رحمت و عطوفت، با فشار دادن یک دکمه، شرورانه کودکان و زنان و افراد بیگناه را به خاک و خون می غلطانند. غزه همینجاست هموطنم، در همین نزدیکی! بیا تا با هم در سوگ این ظلم و بیداد جانیان مسلمان نما و حامیانشان، خون گریه کنیم که دیگر راهی جز این در برابر این ملت بیچاره باقی نمانده است. بیا تا خون گریه کنیم…برای تمام به خون غلطیدگان پکتیکا…
فضل الرحیم صالح:
په غم دي غمجن يم گراني پکتيا دلته لاهم دمرگ لپاره کر وندي لگيادي..چه ارمانونه مو کي خاوري هديري لگيادي…هر يو وگري دوحشت تبي ادار نيولي..هر يو دذهن آيني يو گرد غبار نيولي…په هوجود کي راتوکيگي دپر هر گلونه ..،پ وينوسره دي لمبيدلي دهر هر گلونه ..دهر يتيم په خله ناري دي او ژرا خوره ده..هره سلگي کي يي ماشومه تمنا خوره ده ..واي چه بس کي رانه تول کي دبمونو تخم ..؛؛ى نور مو احساس کي بيا کر نکي دزخمونو تخم..-ص دلته شته لا دتاراک او دوحشت ليوني ..زان سره خاند ياو لگيادي دقدرت ليوني..ددي ماشومو ارمانونو سه پروا نکوي..ددوپر حال باندي خوهيس کله ژرانکوي..هر خوا ماتم دي سره زخمونه دي ژرا خوره ده ..دوحشت تور سادر خور شوي کربلاخوره ده..قادره خدايه نور نو بس دي نور امان غوارو موگ..امنو امان لدي وحشي وحشي شيطان غوارو موگ..چه داحساس شکلي زانگو کي مو زخمونه نه وي..او دفطرت شکلي هنداره کي گردونه نوي..دادوحشت دتياري سلي لدي شاره ورک شي..بدرنگ خزان مو دگلونو له بهاره ورک شي..چه نور دبم پر زاي مکتب زنگ کي کرنگا خوره شي.-ماشومو خلوکي لويه خدايه ستا ثنا خوره شي.
حزب الله اتل:
کور دې وران شه ناځوانه!
احمق، کم عقل او بېغرته دښمن هم والله که داسې وکړينن دې بیا په ارګون کې ۱۶۰ کورنۍ په ویر کېنولې. ۳۰ شهیدان او ۱۳۰ ټپیان
نور محمد ضیا:
که حورو سره د ناستې پاستې عشق او شهوت نه وای، د طالبانو شمېر به ۹۹ سلنه کم و. کاش حورې نه وای، نن به د ارګون ټول شهیدان خلک ژوندي وو
It is the duty of every government to protect the people. If the government is not capable to protect its people then it should be thrown away.
قصاب چاړه تیزوی -اوزه دویر ناری
نماینداګان دملت څه کوی ؟ رسوای او بی باکی خپل حد لری ملت په سرو وینو کی لت پت هدیری وګوری شفاخانی وګوری ډاکتران وګوری او ستاسی دناروا غوښتنوسره یی مقایسه کړی .چه ډاکتر مستحق ده او که وکیل دیوه ډاکتر غم نه کوړل کیږی دیوه مامور بیچاره چه مرک ته شپی سبا کوی دیوه معلم بیچاره همداسی نور بیا بیا هم دملت استازی څانونه بولی په ویر او ماتم کی ګډه کوی افسوس په داسی وکیل چه نه می دمکتب غم ورسره شته نهمی دشفاخانی غم ورسره شته اونه می دډاکتر -اونه می دمعلم – اونه می دمامور او نه می دخوار غریب اونه می دیتیم صرف څان وینی او خپل باچیان دغه انسان ته څه ویل کیږی ؟ دغه انسان دملت استازی کیدایشی ؟ ددغه انسان په اوږو بار اچول منزل ته رسیدای شی ؟ وغیره وغیره وغیره ډیر شرم ده که څوک پو هیږی .
دا لومړی تصویر د پکتیکا نه دی، دا د هزاره وو تصویر دی چې په کوټه کې خپل مړي له ځانمرګي برید وروسته خاورو ته سپاري