خبر پاڼه:

نیټه : ۱۳۹۳/۹/۲

افغانستان – زابل

په ډیری خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی نن مازیګر د پکتیکا ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د تنیکیو ځانانو د والیبال پر سیالۍ ځانمرګي برید د ترهګرو رښتینې څېره چې له وحشت او بربریت پرته بل څه نه ده، ګرانو هیوادوالو ته لا ډېره روښانه کړه چی د هیواد ۵۰ تنه شهیدان او ۶۰ تنه مظلوم او بیجاره بچیان یی ټپیان کړل چی تنها پکتیکا نه بلکه ټول هیواد یی د ویر په ټغر کینوو.

د زابل ولایت مقام ، ولایتی شورا، سولی شورا، امنیتی ارګانونه ، مدنی ټولنی، او د زابل ولایت ټول مجاهد ولس د دښمن دغه د اسلامیت ، انسانیت او افغان ضد پیښه په سختو ټکو غندی او د ستر څښتن تعالی ج له دربار څخه ټپیانو ته عاجله شفا او شهیدانو ته د فردوس جنت او کورنیو ته یی جمیل صبر غوښتنه کوی .

                                                    په درنښت

الحاج محمد اشرف (ناصری)

                                                     دزابل والی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *