د پکتیکا ولایت په تروو ولسوالۍ کې د پولیسو په کمین کې د دولت اته وسله وال مخالفین وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمنوال دادالله هوتک وایي چې یاده پېښه تېره ورځ سهار نهه بجې د تروو ولسوالۍ په نرۍ ترخې سیمه کې رامنځ ته شوي ده.
د هوتک په خبره، له وسله والو طالبانو پنځه میله کلاشینکوف، یو میل ګیرونوف،یوه پایه مخابره،یو میل راکټ او څلور موټر سایلکل د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي.
د هوتک په وینا په یاده پېښه کې امنیتي ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
د یادونې ده، په دې وروستیو کې په پکتیکا ولایت کې د امنیتي ځواکونو د ښې همغږۍ او هڅو په پایله کې د دولت وسله وال مخالفین له سختو ماتو سره مخ شوي
د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر