شکین ولسوالي

خبریال : ظفر باوري پکتیکا –

د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا مرستیال نعمت الله بابري وایي چې د پکتیکا ولایت د شکین سرحدي ولسوالۍ په انګوراډې سیمي کې لا هم د پاکستانیو ځواکونو لخوا د افغانستان په خاوره کې د ننه د تاسیساتو جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی .

د بابري په قول چې د پاکستانیو ځواکونو لخوا د تاسیساتو د جوړولو کار په چټکۍ روان دی او د دې تر څنګ پاکستانیو ځواکونو تیره ورځ هغه خلک چې د سرحد ترمنځ تګ راتګ کوي په دې وجه وهلي او ډبولي چې دوی ولې په لاریون کې برخه اخیستې وه او د پاکستان بیرغ ته یې اور ورته کړی وو.

بابری وایي چې(( په سیمه کې د سرحدي کرښې دواړو خواوو ته خلک ډیر له تکلیف سره مخامخ دي او دا موضوع یې له اولې ورځې نه د ولایت له مقام ، سرحدي زون ځواکونو او سرحداتو وزارت سره شریکه کړې، دی وایي چې دولت غواړي چې دا ستونزه د دیپلوماسۍ له لارې حل کړي))

خو بابری زیاتوي چې دوی تر اوسه د افغانستان دولت داسې اقدام ندی لیدلی چې دوی ته د قناعت وړ وي او د دې پیښې حل دې ترې راووزي.

1د ولایتي شورا مرستیال بابري زیاته کړه چې ((پاکستان په هیڅ صورت سره د تاسیساتو له جوړولو لاس نه اخلي نو افغان دولت ته هم پکار ده چې ژر تر ژره دې د پاکستان ددې کار مخنیوی وکړي ګنې نو افغان دولت به په ولس کې خپل اعتبار له لاسه ورکړي او خلک به هم له دولت څخه مایوسه شي)).

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې چنګاښ میاشتې په لسمه نیټه د پکتیکا ولایت په سرحدي ولسوالۍ شکین انګوراډې سیمي کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ هغه مهال شخړه رامنځ ته شوه چې د پاکستانیو ځواکونو لخوا د افغانستان په خاوره کې دننه د تاسیساتو جوړولو چارې پیل شوې او په پایله کې یې یو افغان سرتیری شهید او اته پاکستاني سرتیري ووژل شول.

په شکین ولسوالۍ کې د پاکستان پر ضد لاریون وشو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *