خبریال: محمد اکرم شهاب- سلګونو وسلوالو تېره شپه د پکتیکا پر وړممۍ ولسوالۍ ډلییز بریدونه وکړل خو چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو بریدونه پر شا تمبولي او لسګونه طالبان مړه او ژوبل شوې دي.
امنیه قوماندانې وایې، د پولیسو په مقاومتي او ځوابي برید کې یې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتیکا ولایت د امنیت امر سمونمل عبدالروف مسعود تاند ته وویل، د پولیسو په ډزو ۳۵ تنه وسله وال وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي دي.
د پکتیکا د ولایتي شورا وکیل عبدالجلیل خروټی وایي، د وړممۍ پر ولسوالي زیات شمېر وسلوالو طالبانو برید وکړ چې په پایله کې یې ۷۰ تنه وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې، دوه تنه ملي پولیس وژل شوي او د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان ټپي شوی دی.
د پکتیکا ولایت د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر مشر خورشید امان کټوازی بیا وايي، د دوی د معلوماتو له مخې د وړممۍ ولسوالۍ په برید کې وسلوال طالبان له ۵۰ تر ۶۰ تنه وژل شوي، یو پولیس وژل شوی او څلور نور ژوبل دي.
بل پلو د سیمې یوه ځايي کره سرچینه وایې چې پولیسو د طالبانو د برید پرمهال تکتیکي شا تګ کړی، کله چې طالبان ولسوالۍ ته ننوتي، پولیسو پرې برید پیل کړی دی.
سرچینه وایې چې د نښتې په ځای کې د طالبانو دوولس جسدونه پاته شوي او دغه راز د یوه پولیس د وژل کېدو ترڅنک د ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون پنځه پولیس ژوبل شوي دي.
مدني فعال زلمی خروټی وايي چې د دې ولسوالۍ ولسونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دی له دولت څخه غوښتنه کوي، له جګړه ځپلو سره د لومړنیو خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وکړې.
د یادونې ده چې پر وړممۍ د برید پرمهال طالبانو همهاله د دې ولسوالۍ پر څنګ لورو دوو نورو تروو او وازیخواه ولسوالیو هم بریدونه کړي چې د سرچینو په وینا، په دې ولسوالیو کې هیڅ لوري ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
د طالبانو یوه سیمه ییزه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي ادعاکوي، د طالبانو په برید کې لسګونه سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دغه سرچینه وایې چې د پولیسو په ډزو د دوی څلور وسله وال ملګري وژل شوي او څلور ټپیان شوي دي.