د سه شنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د کلیو او پراختیا په ریاست کې د ولسي تړون د پروګرام د پېژندنې په غونډه کې مسؤلینو وویل چې یاد پروګرام رسمآ د پکتیکا په څلور ولسوالیو کې پیل شو.

په مرکز ښرنه، یحی خېلو، جاني خېلو او سروضې ولسوالیو کې یاد پروګرام پلی کیږي چې وروسته به د پکتیکا نور ولسوالیو ته هم پراخ شي.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل د ولسي تړون پروګرام له لارې به دولت او ولس په ګډه همکارۍ په کلیو او بانډو کې بېلابېلې پروژې پلي کوي او دومداره څارنه به یې هم ترسره کوي.

ښاغلي وحدت وویل، ، د چارو د ښه ترسره کېدو په موخه اړینه ده چې ولس او دولت په هره برخه کې دا ډول تړونونه ولري.

پکتیکا والي د ولسي تړون پروګرام  مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې یاد پروګرام په پوره شفافیت او د خلکو اړتیاوو ته په کتو سره ترسره کړي.

نوموړي له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د ولسي تړون له پروګرام سره په پوره لېوالتیا ملاتړ او همکاري وکړي.

په ورته مهال د پکتیکا ولایت د کلیو او پراختیا رئیس نجیب الله جاهد وایي، په لومړۍ قدم کې د ولسي تړون پروګرام د پکتیکا ولایت په څلورو ولسوالیو کې ترسره کیږي.

نوموړی وایي، په دغه پروګرام کې ټول ګډ مسؤلیت لري او په وینا یې په کار ده چې ټول په پوره صداقت ورسره کار وکړي.

په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا استازی عبدالمبین فقیر زاده د ولسي تړون  پروګرام په پیل خوښي څرګندوي او زیاتوي چې په دې سره به د ولس ډېرو ستونزو ته لاس رسی وشي.

د یادونې ده، له دې وړاندې د کلیو او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د ملي پیوستون پروګرام کار کوه چې پر ځای یې د ولسي تړون په نوم نوی پروګرام پیل شو.

درنښت

د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *