خبریال: علي محمد نظري (ښرنه) د پکتیکا په مرکز او یو شمېر نورو سیمو کې د خلګو له لورې کلیوالي لارې د شګې او جغل په واسطه جوړې شوي دي.

دغه لارې چې د مرکز ښرنې، مټاخان او ګڼو نورو سیمو کې د خلګو د حشر په لړ کې جوړي شوي، د خلګو او وسایطو د چلوونکو په خبره دوی ته یې اسانتیا رامنځ ته کړې ده.

د مټاخان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد خالد له تاند سره په خبرو کې د خلګو دا کار نېک او ښه وباله.

خالد وایې چې د کلیو خلګ دې سره یو موټی شي، دوی کولای شي نور داسي ټولګټې کارونه هم ترسره کړي.

د مرکز ښرنې د مقرب خېلو د کلي اوسېدونکي دلاور تاند ویبپاڼې ته وویل، د دوی په سیمه کې د ډېرو کلیو غزېدلې لارې تر عمومي پاخه سړک پورې د خلګو په شخصي لګښت او مرسته د جغل او شګو په واسطه جوړې شوي دي.

نوموړی وایې : ((د کلیو خلګو په خپل منځ کې پیسې وشلولې، چا چې تراکټور او نور وسایل لرل هغوی د وسایلو  مرسته وکړه او ټولې لارې یې جوړي کړې.))

د پکتیکا د مرکز د غنډو سیمې اوسېدونکی اکرم وفا د خلګو دغه اقدام ګټور بولي او وایې چې اوس به د اورښتونو پر وخت خلک د لارو د خرابوالي له ډېرو ستونزو څخه خلاص وي.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې د لارو له جوړوونکو سره اړینې مرستې وکړي او هغوی نور هم وهڅوي.

د خلکو په خبره، په هغو سیمو کې چې سیمه ییز پولیس ګومارل شوي د پولیسو او په کومو سیمو کې چې طالبان نفوذ لري، لارې د هغوی په غږ خلګو جوړې کړي دي.

په مرکز ښرنه کې د سیمه ییزو پولیسو یوه قوماندان حضرت ښامار وایې: (( موږ خلک تشویق کړل چې خپلې لارې په خپله جوړې کړي، پر هغوی مو د لارو جوړېدو ټینګار وکړ او هغوی دا کار وکړ.))

کلونه وړاندې د پکتیکا په یوشمېر سیمو کې د ملي پیوستون پروګرام د پلي کېدو په لړ کې د یوشمېر کلیو لارې هم جغل اندازي شوې، خو د وخت په تېرېدو بیرته ویجاړې شوې، له هغه وروسته بیا د کلیوالي لارو په جوړېدو کې حکومت کومه مرسته نه ده کړي.

خلک غوښتنه کوي چې د مرکزي کلیو لارې باید په اساسي ډول جوړې او ورغول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *