په دې اړه نن ۱۳۹۵ یم کال د لیندۍ په دویمه نېټه د دغه ولایت د کرنې په ریاست کې غونډه نیول شوې وه چې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت، دولایتي شورا رئیس بختیار ګل همت، د کرنې ریاست رئیس سباون، مدني فعالانو، د رسنیو استازو او د دغه ولایت په لسګونو بزګرانو پکي ګډون کړی وو.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د اصلاح شویو تخمونو د وېش پرمهال وویل: د ولایتې ادارې هڅه دا ده چې د پکتیکا پراخې او خړې دښتې سمسورې او زرغونې کړي، خپل داخلي تولیدات لوړ کړي او هغوته مارکیټ پیداکړي تر څو د نورو ولایتونو او نورو هیوادونو د موادو له وارد ولو څخه خلاص شي او د دغه لایت له خپلو محصولاتو څخه استفاد وشي.
ښاغلي وحدت وویل: د یو کال په اوږدو کې په مرکز ښرنه کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره شي چې په هغه کې لویې لویې پوروژې ویالې، بندونه او سربندونه هم شامل دي.
ده دغه راز په بزګرانو غږ وکړ چې د پکتیکا په سمسورولو او ابادولو کې له ولایتي ادارې سره همکاري وکړئ، کومه برخه یې چې په موږ پورې اړه لري په هغه برخه کې موږ درسره همکار یو،
دی وایي: هیله مې دا ده لکه څرنګه چې دا خاوره او سیمه زراعت ته جوړه ده باید په همغه اندازه کټه ترې پورته شي.
د کرنې ریاست رئیس سباون وویل هڅه کوو چې له پکتیکا والو بزګرانو سره د مرستو لړۍ جاري وساتو او پکتیکا والو بزګرانو سره وخت په وخت د کمیاوي سرو،نیالګیو، اصلاح شویو تخمونو او نورو کرنیزو توکو مرستې وکړو.
نوموړی واي په یادو مرستو کې چې د دغه ولایت له بزګرانو سره ترسره کیږي (۲۷۶) ټنه کرنیز غنم او (۵۵۲) ټنه سپینه سره کمیاوي کود شامل و چې په دې سره به د بزګرانو په محصولاتو کې لا زیاتوالی راشي.
پکتیکا ولایت رسنیز دفتر