په همدې موخه نن د دغه ولایت د غونډو په تالار کې غونډه نیول شوې وه چې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت، د کلیو او پراختیا ریاست د برنامو امر، دولایتي شورا غړیو، د بېلا بېلو ولسوالیو کلیوالي شورا ګانو مسؤلینواو د رسنیو استازو پکي ګډون کړی وو
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وویل: د افغانستان منتخب ولسمشر محمد اشرف غني پکتیکا ته ژمنې لري او پکیتکا ته ځانګړې پاملرنه کوي.
وحدت وویل څو ورځي وړاندي یې د پکتیکا د ولسونو ستونزې له ولسمشر سره شریکي کړې دي اوله ده سره یې ژمنې کړې دي چې ډېر ژر به کړې ژمنې په عمل بدلې کړي او په پکتیکا کې به د بیا رغونې او نورو ټولګټو پروژو چارې پیل شي، چې په دې سره به ډیری وزګارو پکتیکا والو ته د کار زمینه برابره شي.
نوموړي له ولسونو څخه وغوښتل چې د یادو پروژو ساتنه وکړي او په پروژو کې په خپله کارونه وکړي تر څویې له یوې خوا کارونه په لوړ او سم کیفیت ترسره شوی وي او له بلې خوا یې ولادونو ته حلاله نفقه برابره کړې وي.
د کلیو او پراختیا ریاست د برنامو امر انجینر مومن وویل: یادې پروژې به د شپږو میاشتو په جریان کې د دغه ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د (۱۵۶) افغانیو په ارزښت پيل شي.
ده وویل: دا د کار موندنې یوه برنامه ده چې چارې به یې د دغه ولایت د بېلا بېلو ولسوالیو د (۴۰۷) انکشافي شوراګانو لخوا پرمخ وړل کیږي.
پکتیکا ولایت رسنیز دفتر
دا خو ډیره د خوشحالي خبره ده
سلامونه
156 افغانی د یوه نفر د یوی ورخی مزد دی او بس