رحمت الله حکیمي

د پکتیکا پوهنتون رهبري دغويي په پنځمه د فرهنګي کمېټې پر مټ  د ممتازو اوهڅاندو محصلانو دپاره شانداره غونډه جوړه کړه ، په یاده ناسته کې دولایتي ادارې ګڼو ریسانو درسنیو استازو ، دحق مدني ټولنې مشرتابه ، دپوهنتون اداري غړو علمي کادرونو  اوبې شمېره زده کړیالانو ګډون کړی وو ، حکیمي دریځوال ؤ  ، چې  قاري سیف الرحمن یې دقران عظیم الشان تلاوت لپاره د دریځ په لور  راروان کړ ، دتلاوت له ختمیدو وروسته دویاند له خولې داسې الفاظ واوریدل شول :

که سره ګډه کړې دلمر سپوږمۍ اوستوري رڼا                دې باندې زیاته دقرآن دیوه توري رڼا

یوه دروېش وو یو وخت نوم دمحمد یاد کړی                 په هغه ځای باندې تر اوسه پورې اوري رڼا

د پوهنتون ریس ښاغلی پوهنمل محمد شفاتسل په داسې حال کې دریځ ته راوبلل شو،چې ګڼ زده کړیالان تر ې  راټول  اودمحصلینو استازي ورته دافتخار پګړۍ ورپه سره کړه،ریس ټولو مېلمنو ته دښه راغلاست اوهرکلي ویناوو تر څنګ  دپوهې په ارزښت اوموخه اړینې خبرې وکړې ، دپوهنتون بااستعداده او ممتازو زده کړیالانو او د دوی کورنیو ته ددغه بریا وو مبارکي وویله ویاند دریس صاحب  څخه په مننې دپکتیکا ولایت د سکتور ریس ښاغلي واصف الله واصفي په لاندې بیتونو دریځ ته راوباله :

قربانۍ ته یې ډېر ښه ومه ساتلی                          له مودو نه یې په زړه ومه ساتلی

په حالت دعاجزۍ مې غلط نشې                           هغه کاڼی یم چې غره ومه ساتلی

ځار له خدایه ځار له داسې پېرزوینې               چې ستا مینې ته یې زه ومه ساتلی

ښاغلي واصفي دولایت په استازیتوب دپوهې اودهغې دترلاسه کولو په پار خورا ښې خبرې وکړې ، پوهه يې  اړینه اړتیا وبلله قومي مشر حاجي معصوم خان دویاند په دې بیتونو دسټیج تر شا ودریده :

په دوی کې خو دسر خلک وي سترې سرمایې           په موږ کې خو دسر ي  د دار لپاره وي

له چپ ناستې دې ځار شم لږ خو ووایه جانانه                   حجرې دپښتنو خو دبنډار لپاره وي

قومي مشر په متلونو ،دکاڼو په کرښو کې دغه ناستې ته ښکلا  وروبښه ، څو شېبې وروسته  محمد ذاکر ذاکري  دکاروان له دې بیت   :

( وطن د اور په سیند کې لامبي زلمي جنګ خوړلي          د کابل جان دنجونو مړي هم نهنګ خوړلي ) څخه په شروع تر اخره پورې په ګډونوالو دترنم په جام کې دتاثر اوبه وڅښلې  .

دناستې هره شېبه  دښکلو خبرو په کولو رنګینه وه ، چې دپوهنې د ریس ښاغلی کوچي ځاځي نوم د دریځوال له خولې وواریدل شو  ، ځاځي  په ښوونځیو کې  دشاګردانو ښه روزل اوپوهول دپوهنتون دارتقا یوازینۍ وسیله وبلله ، پکتیکا والو ته زیری ورکړ چې اوس یاد ولایت دکانکور په ازموینه کې په اتمه درجه بریمن شاګردان لري ، د ځاځي څخه  دریځوال کورودانی په داسې حال کې وکړ چې دحق مدني ټولنې مشرتابه یې دراغوښتلو هدف وو .

دحق مدني ټولنې مشر ښاغلي استاد نجیب الله عمري دپوهنتون له اداري خوښي څرګنده کړه چې دداسې پرتیمنې ناستې کوربتوب لري  ، شېبه پر شېبه یې دخوښی اظهار کاوه ، ممتازو زده کړیالانو او ددوی کورنیوته دمبارکی ویلو سربیره لاهڅې اوبریمنتیا خبرې کولې ، دپوهنتون ریس ، دپوهنځیو ، تضمین کیفیت  ،فرهنګي کمېټې ریسان  او ممتازو زده کړیالان یې   نه یوازې په شفاهي ډول  وستایل بلکې د ټولنې له ادرسه یې  په ښکلو  ستاینلیکو اوتحفو ورکولو  ونازول پاتې دې نه وي چې دهڅاند زده کړیال اودمحلینو دنماینده مرستیال دفرهنګي کمېټې مشر  حکیمي ته دستار ورپر سر کړ ، دښاغلي عمري  داړینو خبرو ورسته دتضمین کیفیت کمېټې مرستیال دریاضي فزیک څانګې مجرب استاد ښاغلی فدامحمد محمدي په دې بیت دریځ ته راوبلل شو :

کومې خبرې چې له درده کوو                           دافلاطون په جمهورت کې نشته

ښاغلي محمدي دپوهنتون دوړتیا اوتضمین ټټر وواهه زیاته یې کړه چې نور هم باید علمي اواکاډمیکې کړنې کړندۍ  کړو دریځوال ( دستاینلیکونو دویش ) پړاو ته په دې بیتونو دپوهنتون عمومي اول نومره دانګلسې څانګې د دویم ټولګي زده کړیال ښاغلی میرویس  جان درازمحمد زوی راوغوښته چې دپوهنتون له ریس څخه یې ویاړ نامه تر لاسه کړه :

له سره ورته جــــــــــوړه له ســـــــــرونو تاویــــــــده                                   پګړۍ دپښتنو له لوړو غرونو تاویدله

موږ خپله دجمال برخه ترې اخيستې ده ته ورشه                              ښکلا په بسم الله په تکبیرونو تاویدله

دپوهنتون عمومي دویم نومره داسلامي ثقافت څانګې محصل ښاغلي عبدالباري  دعبدالباقي زوی اودپوهنتون عمومي دریم نومره دکیمیا بیولوژې څانګې دڅلورم ټولګي زده کړیال ښاغلي رفیع الله دشمس الدین زوی  دښاغلي واصف الله واصفي له لاس څخه ددغه بریا وو ستاینلیکونه واخیستل ، ورپسې دپوهنتون دټولو ټولګیو اول نومره ، دویم نومره او دریم نومره ګانو دپوهنځیو دریسانو ، دڅانګو دامرینو او قدرمنو استادانو په لاس ستاینلیکونه واخیستل  دناستې دپای شیبې وې چې دمحصلینو نماینده ښاغلی محمد یوسف ثاقب  خورا ښې اوپه تول پوره خبرې وکړې خو د محصلینو د ټولنې مشر اسماعیل دادارې امکاناتو ته دانتقاد په سترګه وکتل چې دریځوال په ورغبرګه کړه :

ماته تر پرتو کاڼو ولاړې دوړې ښې ښکارې                     نه وینم دپورته الوتلو زور په تیږو کې

پام اوحوصله غواړي دژوند پړاو کې هر قدم                   لار په منډه نشي طی کولای سپور په تیږو

ددغه پرتمېنې ناستې داختتام يې دعا دپاره دښوونې اوروزنې پوهنځي ریس ښاغلي پوهیالي محمد شفیق حافظ دالله (ج) درباد ته لاسونه لپه کړل

په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *