د پکتیکا پوهنتون محصلینو د لیلې د ودنانۍ چارې نن (دوشنبه) د دغه ولایت د والي محمد الیاس وحدت له لوري د ډبرې په ښو دلو سره پيل شوې.
په دغه مناسبت جوړو شویو مراسیمو کې د پکتیکا والي ښاغلي محمد الیاس وحدت، د پوهنتون رئیس دریاخان هڅاند، د استناف څارنوالي رئیس اسدالله وزیري، د ولایتي شورا رئیس بختیارګل همت ځدراڼ، د پکتیکا ښاروال انجنیر عبدالکریم کټوازي، د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر مشر خورشید امان کټوازي،د دغه ولایت مخورو مشرانو د رسنیو خبریالانو او د نورو بیلا لیلو ادارو رئیسانو ګډون کړی وو.
په سرکې د پکتیکا پوهنتون رئیس دریاخان هڅاند د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت له همیشنۍ همکاري څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه (( زه چې په اوله ورځ راغلم، د پکتیکا له ولسونو، استادانو او محصلینو سره مې ژمنه وکړه چې په هر وخت کې به که د درس په بهیر کې دي، که ساختماني چارې وې او که د پوهنتون اړوند نور مسایل وي، په کیفیت به ولاړ وي او کیفیت یې غواړو.
د پکتیکا والي ښاغلي محمد الیاس وحدت د دغه ولایت له ویښ ولس څخه د مننې تر څنګ وویل، چې د دغو ولسونو غیرت او میړانه هم دولت او هم مرستندویانو ته دا موقع ورکوي، چې کار وکړي او په پکتیکا کې پرمختیا یي پروژې پلې کړي، دغه راز یې دوی ته د ولسمشر محمد اشرف غني هغه ژمنې چې له ده سره یې په مختلفو برخو کې کړې دي واورولې.
ښاغلي وحدت وویل، (( شپه او رځ هڅه کوم چې د پکتیکا د پوهنې بهیر له نورو پرمختللو ولایتونو سره یو کتار کې راولم)).
وحدت وایي، یاده پروژه به د یو کال په اوږدو کې د شاوخوا ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت وروغول شي.
نوموړی وایي، د پوهنتون اړوند ستونزې یې له ولسمشر سره شریکې کړې او هغه هم د حل ډاډ وکړی چې ډېر ژر به د پوهنتون ټولې ستونزې حل او د پکتیکا پوهنتون به د افغانستان د پرمختللو پوهنتونو نو په شمار کې را شي، دغه راز یې له ولسونو څخه غوښتنه وکړه چې د پوهنې په بهیر کې له نورو سره سیالي وکړي، تعلمي ادارو ته پاملرنه وکړي او خپل اولادونه زده کړو ته وزګار کړي، وخت ورکړي، تر څو مثبت بدلونونه رامنځ ته شي، په زده کوونکو یې غږ وکړ چې دوی دي خپل ظرفیتونه لوړ کړي مطالعې دي وکړي، زده کړو ته دي وخت ور کړي، ځانونه دي له زمانې سره سم عیار کړي او په پوهنتون کې دي فکري بدلون را ولي.
په پای کې د احسان علي زي شرکت د مسوول نماینده محمد اکبر د پکتیکا ولسونو او حکومتي چارواکو ته ډاډ ور کړ، چې د دې پورژې ټولې چارې به د ور کړل شوې طرحې مطابق پر مخ وړي.
یاده دي وي، چې د پکتیکا پوهنتون لپاره د دوه میاشتې وړاندې د ترسي ودانۍ چارې هم پیل شوې، چې کابو نیمايي کارونه یې بشپړ شوي.
په درنښت
نبي الله پیرخېل
د پکتیکا ولایت ویاند