سیف الرحمن شهاب/پکتیکا
د پکتیکاچارواکي وایې، ددې ولایت په یوسف خېلو،خوش آمند او وزایخواه ولسوالیوکې دهوايی بمبار اوچاونې له امله دوولس تنه وسله وال وژل شوي.
د والي ویاند نبی الله پیرخیل دوري په ۲۹ مه، تاند ته وویل، چې تیره شپه ایتلافي ځواکونو د خوشامند ولسوالۍ په معروف کلي کې د وسله والو پر یو پټنځای هوایې برید کړی، چې په ترڅ کې ۶ وسله وال وژل شوي.
نوموړی زیاتوي،تېره شپه دیوسف خېلو ولسوالۍ دخېربین په سیمه کې هم دوه وسله وال هغه مهال دایتلافي ځواکونوله لورې په نښه شول چې غوښتل یې په یاده سیمه کې پرلویه لاره ماینونه خښ کړي.
دوالي ویاند ددې ترڅنګ وویل ، نن سهار دخوش آمند او وازیخواه ولسوالیو ترمنځ دګواشتې سیمې په لویه لاره کې څلور وسله وال دخپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
دیوبل خبرله مخي دوالي ویاند وایي چې دوړممۍ ولسوالۍ دژامې په سیمه کې دولتي ځواکونو له یوه پټنځای څخه یوشمېر وسلې اومهمات ترلاسه کړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه دیادو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.