پکتیکا

تاند- په پکتیکا کې امنیتي چارواکي وايي چې افغان ځواکونو په یو لړ تهاجمي عملیاتو کې ۵۶ وسله وال مخالفان دي.

د پکتیکا د والي ویندوی نبي الله پیرخېل وايي، د دغه ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډې همغږۍ مرکز د معلوماتو له مخې پرون /سې شنبه/ او نن /چهارشنبه/  ( غبرګولي میاشتي په یولسمه او دولسمه) د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تعروضي او تهاجمي عملیاتو په لړ کې (۵۶) تنه وسلوال مخالفان د هغوی د مشهور قوماندان حنظله په ګډون وژل شوي او (۳۸)نور ټپیان دي.

د دې راپور له مخې امنیتي ځواکونو د دغو عملیاتو په ترڅ کې د افغانستان د دولت د مخالفانو ګڼ شمیر سپکي او درندي وسلي له منځه وړي دي.

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډې همغږي د مرکز د معلوماتو له مخې د پکتیکا ولایت لپاره د وسلوالو مخالفانو تش ځانبولی والي عبدالله بلال هم لا درکه شوی دی.

په پکتیکا کې د حقاني شبکه، چې مرکز یې د دې ولایت په ګاونډ شمالي وزیرستان کې دی، زیاته فعاله ده. دا شبکه اوس د طالبانو د پوځي چارو بشپړ کنترول په لاس کې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *