سیف الرحمن شهاب/ ښرنه

‌د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په دې ولایت کې د نجونو زده کړې د پرمختګ لپاره ټولې هغه علاقه لرونکې ښوونکې چې تحصیلي اسناد ولري او غواړي په دې ولایت کې دنده سرته ورسوي، تر زر امریکایي ډالرو معاش ورکوي.

د دې ریاست د اسلامي زده کړو د برخې امر کریم اتلوال له تاند سره په خپلو خبرو کې وویل، دوی ټولې هغه ښځینه ښوونکې چې د دولسم، څورلسم او لیسانس په کچه زده کړې ولري، په ترتیب د میاشتې په شپږ سوه ، اته سوه او زر امریکایي ډالر تنخوا باندې ګوماري. د اتل په وینا دا پیسې نړیوال بانک ورکوي.

د نوموړي په وینا (( په دې ولایت کې د ښځینه ښوونکو د نشتون په سبب د فارغو نجونو شمېر د بل هر ولایت په پرتله کم دی او دوی به هڅه وکړي چې په دې شمیر کې تر خپله وسه تغیر راولي)).

د ده پر خبره، که دوی وروسته له دې په زیات شمیر ښځینه ښوونکې په اړونده ښوونځیو کې پر دندو وګوماري، نو په دې شمیر کې به د پام وړ تغیر رامنځ ته شي.

د پوهنې ریاست چارواکي په داسې حال کې په لوړ معاش د ښځینه ښوونکو د ګومارنې خبره کوي چې په ۱۳۹۳ ه ش کال کې د ټول پکتیکا ولایت په کچه یوازې اووه تنه نجونې په لومړي ځل له دولسم ټولګي څخه فارغې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *