خبریال: سیف الرحمن شهاب / پکتیکا – دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په پکتیکا کې مېشتو ځایي خبریالانو او ژورنالیستانو د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په پلمه په یوه جوړه شوې غونډه کې وکړې.
په پکتیکا کې د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې مشر محمد یاسین یاسین وویل چې نه یواځې هغه کسان چې د ژورنالیزم په برخه کې کار کوي بلکې ټول وګړي په خپله برخه کې د خپلو حقوقو د غوښتنې په موخه د بیان د ازادۍ حق لري. یاسین زیاته کړه چې رسنۍ ځګه د بیان د ازادۍ زیات حق لري چې د هیوادونو او نړۍ په کچه د یوه غږ په حیث کارېږي.
او له ژورنالیست څخه د بیان د ازادۍ حق صلبوونکی یې له نړۍ څخه ددې ازادي د حق صلبوونکي پر نامه یاد کړ.
یاسین ددې تر څنګ زیاته کړه چې یو خبریال باید په دې ولایت کې د شته مافیایي کړیو، زورواکو او مغرضو اشخاصو څخه د هغوی د شخصي ګټو د خوندیتوب په موخه ددوی له تاثیر او اغیز لاندي رانه شي او د ژورنالیزم د ټولو اصولو د په پام کې نیولو سره سم دې خپلې چارې او دنده په پوره صداقت او ایمانداري تر سره کړي.
یاسین په دې ولایت کې د غیر مسلکي ژورنالیستانو شتون یو له ستونزو یاده کړه او پر خبره یې چې په همدې سبب کله نا کله ځیني ژورنالیستان د خپلو ګټو د لاسته راوړلو لپاره پر چارواکو بې ځایه فشار اچوي چې دا کار د ژورنالیزم اخلاق نه مني.
ده دا راز وویل چې د ژورنالیزم په برخه کې د ټولو ستونزو د له منځه وړلو لپاره باید یو له بل سره همغږي او په ګډه باید شته ستونزو ته د پای ټکی کیښودل شي.
د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي په ژورنالیستانو غږ وکړ چې خپلې ټولې چارې دې د ژورنالیزم د اصولو سره سم پرمخ یوسي او ژمنه یې وکړه چې خبریالانو ته به د معلوماتو د لاسرسي په برخه کې نوره هم زمینه برابروي
په پکتیکا کې خپلواک خبریال محمدالله همتیار هم د رسنیو د بیان پر ازادۍ ټینګار وکړ او پر خبره یې چې رسنۍ په خپلواک او بې پرې ډول فعالیت کوي او د هیچا په ګټه او تاوان څه نه خپروي.
همتیار وایي (( خبریالان باید په خپلو رپوټونو کې د سولې لپاره جنګ وکړي.))
په جوړه شوې غونډه کې د ژورنالیستانو ټولنې د استازو له لورې د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي ته له ژورنالیستانو سره د معلوماتو د پر خپل وخت د شریکیدو او هر اړخیزې همکاري په سبب ستاینلیک او ددې تر په پکتیکا کې د پژواک خبري اژانس پخواني خبریال علي محمد نظري ته په دې برخه کې د ډیر کار کولو ، ستونزو ګاللو او په رښتینې توګه د ولس ستونزې پر مثبت لوري د منعکسولو له امله د کال غوره ژورنالیست ونومول شو او دده دکارونو د ستاینې په موخه ورته ستاینلیک ورکړل شو.
علي محمد نظري د پکتیکا د مرکز ښرنې اړوند د کرېخیل سیمې اوسیدونکی دی چې له تیرو اتو کلونو راهیسې یې له مختلفو رسنیو سره په سختو شرایطو کې د خبریالۍ دندې تر سره کړې.
علي محمد نظري هم د پکتیکا ژورنالیستانو له لوري ده ته پر ورکړل شوي ویاړ خوښي وښوده له دوی یې مننه وکړه، او په دې برخه کې یې د لا نور رښتیني خدمت کولو ژمنه او هیله څرګنده کړه.
یاده دې وي چې د می میاشتې دریمه هر کال د مطبوعاتو د ورځې په نوم لمانځل کیږي او دا لومړی ځل دی چې پکتیکا کې هم ددې ورخې یاد غونډه جوړه شوه.