۱۱ جوزا ۱۳۹۴
محمدالله همت یار : ښرنه :
د پکتیکا ښاروال وايي چې د مرکز ښرنې د ښار د پراخوالي کارونه به په نږدې راتلونکي کې پيل شي او د نوموړې په خبره ښار ته نږدې کلیو ته به فرعي سړکونه وغځوي او ناحیي به په کې رامنځته کړي، تر څو ښاري بڼه غوره کړي.
سیدعبیدالله سادات دا خبره په هغه غونډه کې وکړه چې د نوموړې د کار د ستایلو له امله د بازار د دوکاندارانو د اتحایي، مشورتی بورډ، قومي مشرانو او ځوانانو له لوري په ښاروالی مقام کې جوړه شوي وه.
دپکتیکا ښاروال وویل چې په پام کې لري چې بازار ته نږدې کلیو ته فرعي سړکونه وغځوي، دښاروالی رسمي کتابچې ورکړې، او ناحیې په کې رامنځته کړې تر څو ښاري بڼه غوره کړي او دښار له ټولو اسانتیاوو برخمن شي.
سادات همدا راز وویل د ښار د نږدې کلیو د خلکو له منځه به د سپين ږیرو او ځوانانو یو شل کسیزه کمېټه جوړه کړي، ترڅو د ماسټر پلان پر وړاندي د رامنځته کیدونکي ستونزي په خپل وخت حل کړي.
دنوموړې په خبره ځیني ډلي شته چې د مرکز شرنې د ښار د پراختیا او ماسټر پلان مخه نیسي، زه له هغوی څخه غواړم چې دا ډول غیر قانوني کارونو څخه لاس واخلي او پریږدي چې دپکتیکا ښار پرمختګ وکړي.
د مرکز ښرنې د بازار د دوکاندارانو د اتحاديې مشر عبدالخالق مېلمه راډیو سره په خبرو کې وویل چې نن ورځ یې دپکتیکا ښاروال ته ځکه په غاړه کې هارونه ور واچول چې نوموړې د دې ښار د پرمختګ لپاره نه ستړې کیدونکي هلي ځلي کړي او د پکتیکا ښاریان ټول ترې خوشاله دي.
عبدالخالق وویل د بازار ټول دوکانداران به د نوموړي سره د بازار د پراختیا لپاره اوږه په اوږه ولاړ وي او هیڅ زورواکي او غاصب ته به اجازه ورنکړي چې د ښاروالۍ په کارونو کې خنډ او ځنډ رامنځته کړي.
د پکتیکا د ښاروالي د مشورتي بورډ مشر قوماندان رفیق هم مېلمه راډیو ته وویل چې د ښاروال له کړنو څخه ټول پکتیکا وال خوشاله دي او د نوموړي کړني مو نن د هغه په غاړه کې د هارونو په ور اچولو سره وستایلې.
رفیق په یو شمېر هغو کسانو چې د بازار د پراختیا او ماسټرپلان مخه نیسي غږ وکړ چې د سرلوړې پکتیکا لپاره د ښاروال سره په څنګ کې ودرېږي او پریږې دي چې د شرني ښار د هیواد د نورو پرمختللو ښارونو په شان ترقي وکړي.
د یادولو وړ ده چې څو ورځي وړاندي د مرکز ښرنې یو شمېر اوسیدونکي د ښاروال په خلاف پلازمينې کابل ته تللي وه اوغوښتنه یې کوله چې د پکتیکا ښاروال دي له دندي ګوښه شي.
خو د پکتیکا ښاروال بیا وايي چې دا ټول هغه کسان وه چې د ښاروالی په سلګونو زره افغانی پوروړي او د ځمکو غاصبین دي.