د حزب اسلامي خبرپاڼه

چهارشنبې د چنګاښ ۶مه

د پګواش نړيوالې مؤسسې مشر پروفیسور پاولو کوټا رامسینو او همکارانو ئې د سې شنبې په ماښام د حزب اسلامي له مشر ښاغلي حکمتیارسره د هغه د کار په دفتر کې وکتل.

دوی د سولې او اوربند، راتلونکو پارلماني ټاکنو، د سیاسي ګوندونو په رول او یوشمیر نورو مهمو ملي مسايلو خبرې وکړې.

ښاغلي حکمتیار له پروفیسور پاولو وغوښتل چې د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او وسله وال طالبان دېته وهڅوي چې د سولې لاره خپله کړي.

همداراز ښاغلي پاولو د سولې له بهير سره د حزب اسلامي د مشر د يو ځای کېدو هرکلی وکړ او د سولې په اړه ئې د ښاغلي حکمتیار هڅې وستايلې.

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي او مطبوعاتي چارو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *