د ختیځ ادبي بهیر په ۱۱۳ مه اونیزه غونډه کې د هیواد پیاوړي انځورګر حمدالله ارباب د پګړۍ اوونۍ د پای انځوریز نندارتون پرانیستی و، چې د ختیځ ادبي بهیر ملګرو يې ننداره وکړه.
ارباب کابو یوه اونۍ وړاندې د ټولنیزې رسنۍ فیسبوک له لارې، د پښتنې کلتور د یو با ارزښته اصل پګړۍ د منځه تلو څخه د مخنیوي په خاطر کمپاین پیل کړی و، چې دا انځوریزنندارتون ددې پیل شوې ځانګړې اوونۍ پای و.
د ختیځ ادبي بهیر د اونیزې ناستې له پای ته رسیدو وروسته لومړی باز محمد عابد او حمدالله ارباب د پښتنو په ځينو کلتوري ارزښتونو وګړیدل چې یو شمېر د کم رنګه کیدو په حال کې دي، همدارنګه يې د پګړې د ارزښت او په ټولنه کې يې د پګړۍ د درناوي او ورسره د پښتون قوم د پېژندګلوۍ په اړه هم خبرې وکړې.
دوی دواړو پګړۍ د افغان او په ځانګړي توګه د پښتون قوم د کلتوري ازرښتونو څخه یو مهم ارزښت یاد کړ او له ځوانانو يې غوښتنه وکړه چې د خپلو کلتوري ارزښتونو د ژوندي ساتلو لپاره دې مبارزه وکړي.
تر خبرو ورسته د ختیځ ادبي بهیر ټولو ملګرو، د پګړۍ د اوونۍ په اړه د ارباب د پرانیستي نندارتون لیدنه وکړه.
له نندارتون څخه د لیدنې په حال کې ارباب بهیروالو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه، ددې کمپاین نه يې موخه د پښتنې ارزښتنونه د ژوندي ساتلو او ورته د ځوان نسل پام اړول وو.
نوموړي وویل، افغان هغه قوم دی چې الله پاک ورته ځانګړې پېژندګلوي ورکړې ده او دا پېژندګلوي ددوی د کلتوري ارزښتونو له امله ده، چې موږ باید دا ارزښتونه ژوندي وساتو.
په ټولنیزه شبکه فیسبوک کې د نړۍ له لر او بر څخه میشتو پښتنو د ارباب د پیل شوي کمپاین تود هرکلی وکړ او کابو یوه اونۍ ټوله يې د پګړۍ په نوم کړه.
په دې اوونۍ کې د هیواد سربېره له ګردې نړۍ څخه پښتنو لونګۍ پرسر کړې او په دې ډول يې د پګړۍ د ارزښت درناوی وکړ.
د ټولنیزو چارو یو شمېر شنونکي د تکړه انځورګر او ټولنیز فعال حمدالله ارباب او نورو هغو کسانو چې په دې برخه کې يې کار کړی دی، ښه او نیک اقدام یادوي او زیاتوي چې په دې ډول کمپاینونو سره کولی شو چې خپل کلتوري ارزښتنونو ته د خلکو پام واړوو او تل يې ژوندي وساتو.
ــــــــــــــــــــــــــــــ
ایمل مړوند