تاند- یوې استرالیايي کمپنۍ داسي روبوټ جوړ کړی چې په اتومات ډول له رستوران څخه د مشتریانو کورونو ته پیتزه وړي.
دا روبوټ، چې (Domino DRU) نومېږي، ۴ ټایرونه لري او وزن یې ۱۹۰ کیلوګرامه دی.
دا ځیرک یا سمارټ روبوټ په ساعت کې له ۱۸ تر ۲۰ کیلومتره سرعت لري.
د دغه روبوټ پر جوړولو ۳۰ زره ډالره لګېږي.
استرالیايي کمپنۍ وايي چې حاضردمه د دغه روبوټ له لوري د پیتزې رسولو کار په تجربوي یا ازمېښتي پړاو کې دی. خو د دې کمپنۍ په وینا تر دې دمه د روبوټ کار بریالی دی.
د دې روبوټ (جي پي ایس) یا نیفي ګېټر له ګوګل مپ سره وصل کېږي او په دې ډول د مشتریانو ادرس ورښيي.
د پیتزا په ځای په کار دی چې پیزا ولیکل شي ځکه پیتزا هېڅ معنی نه لري او افغانان یې هم چې پېژني د پیزا په نامه یې پېژني.
ــ یوه خارجي کلمه ده، که ئې پیتزأ (پیڅه)، یا ئې پیزا او یا ئې پيرأکئ ، او که ئې عصري ډوډۍ وبولې ټول سم دي۰ Piza