د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د پیرمحمد کاکړ په عالي لیسه کې د اداري او تدریسي ودانۍ پرانیستل شوه.

یاده اداري او تدریسي ودانۍ نن سه شنبه د ۱۳۹۳ لمریز کال د مرغومي میاشتې(۹)نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او مالي او اداري معین ډاکتر سید احمد حقبین،مسلکي معین عبدالمالک صدیقي، د جرګو او قبایلوچارو معین محمد یعقوب احمدزي،د وزارت د ریسانو او د لیسې د اداري پلاوي په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د عظیم الشان قران د څو مبارکو ایتونو تر تلاوت وروسته د پټۍ په پریکولو سره پرانیستل شوه.

د وزارت سرپرست او مالي او اداري معین ډاکتر سید احمد حقبین د ودانۍ د پرانستلو پر مهال خوښي څرګنده کړه ده وویل:د ویاړ ځای دی،چې د وزارت د مشر تابه پلاوي په هاند او هڅو د وخت د غوښتنو سره سم د لیسې د زده کوونکو لپاره د زده کړې اسانتیاوې او مناسب چاپیریال رامنځته کېږي.ددغې ودانۍ قرار داد ،چې موږ یې نن ګټې اخستنې ته سپارو د ایما،اسیا ،اروپا د ساختماني شرکت سره شوی و،چې په ټاکلې موده یو کال کې د هغې چارې بشپړې کړې د ځمکني لاندېني پوړ سره څلور پوړه کېږي چې (۵۱)خونې او (۹۰۰)متر مربع مساحت لري، د برښنا،مرکزګرمۍ او کانالیزاسیون په منظم سیستم سمبال او ۴۱ میلیونه افغانۍ لګښت په راغلی دی.

ښاغلي حقبین د نوموړي ساختماني شرکت څخه د ودانۍ د جوړونو په چارو کې د ښه کیفیت له امله مننه وکړه او همدارازیې د لیسې اداري پلاوي ته د ودانۍ د ساتنې،پاکۍ او صفایي په اړه لارښوونه وکړه.

دودانۍ تر پرانستلو وروسته یې د یوې بلې لیلیه ودانۍ د جوړولو چارې هم له نږدې وکتلې،چې ودانیزې چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي.

یاده دې وې چې د پیر محمد کاکړ په عالي لیسه کې،چې دکابل ښاراړوند دپډوله په دښته کې موقیعت لري د هېواد د سرحدي او نا امنه ولایتونو او لریو پرتو سیمو(۶۰۰) تنه ځوانان په لیلیه توګه پر زده کړو بوخت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *