تاند- دا لنډه ویدیو د پیرو د ښکلي طبیعت یوه څنډه درښيي.

پیرو د لاتیني امریکا یو هیواد دی چې په شمال کې یې ایکوادور او کولمبیا، په ختیځ کې برازیل، په جنوب ختیځ کې بولیویا، په جنوب کې چیلي او په لوېدیځ کې ارام سمندر پراته دي.

دا هیواد خورا متنوع او په غرونو پوښلی دی. له شماله تر جنوبه پکې امازون بهیېږي چې د نړۍ تر ټولو اوږد سین دی.

دا هیواد د څو لرغونو کلتورونو ټاټوبی پاتې شوی دی.

د پیرو د خلکو رسمي ژبه هسپانیايي ده خو دوې وړې ژبې پکې نیمه رسمي دي.

نفوس یې د ۲۰۱۸ کال د سرشمېرنې پر اساس 32,553,697 دی.

مساحت یې 1,285,216 کیلو متر مربع دی.

او نظام یې  نیمه جمهوري دی. ولسمشر یې دوه مرستیالان لري او دغه راز صدراعظم هم لري.

https://www.facebook.com/ScienceChannel/videos/10155622338272917/

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *