تر مُلا اذآن د مخه په اسپه سپور غرۀ ته روان شوم، په ژبه مې الله، الله جاري وَل. د غمچې هدېرې ته ورسېدم، اسپې مې ګړندی تګ ورو کړ، د قمچینې له پرله پسې ګوزارونو هم بې تفاوته وه. اخر یې توقف وکړ، زه ترې ښکته شوم، سترګې یې بټې راوتلې وې، شاوخوا توره تیاره هم له تورې بلا کمه نه وه، بېرته مې زین ته پښه ورخښه کړه، یاد ته مې راغلل چې پلار او نېکه مې دا ناؤ له وېرې او وهمه ډک باله، ځیږ غونی شوم، وۍ، حیوانات خو هرڅۀ په سترګو وینې؟ دلته به څۀ وي؟!

سترګې مې هسک ته پورته کړې.

–  خدایه! زه خو دې هر وخت یادوم، چې ستا به یاد یم کنه؟!

سر مې راښکته کړ، اسپه په لړزنده وجود وشڼېده، تر ما لاندې له ځمکې ورو ورو پورته کېده، نزدې درې یا څلور متره لهۀ اسپې سره سپور اوچت شوم، چې دا به څه وو؟ زړه مې ټکان وکړ حالت د زغم نه و، بیا مې چیغې کړې.

خدایه په یاد دې یم! خدایه په یاد دې یم! ورو ورو بېرته راښکته شوو، اسپې غاړه وڅڼډله، د جرس له کړنګ یې انګازې پورته شوې او د لینګیو په ځواک یې د تورې تیارې خولۀ له ګردونو ورډکه کړه. کلونه تېر شول؛ خو لا هم له هغه ټیټ او پاس وهمي حالته پوه نه یم چې د پیریانو په ډآڼډس سپارۀ وو؛ که ذوالجلال د فَاذْكُرُونِىٓ په بدل کې، أَذْكُرْكُمْ راوښودل.

 شا کړوپی بوډا ملګری مرحوم باباجي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *