د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د پیر کوتي د شهیدانو فاتحه واخیستل شوه، د ټپیانو پوښتنه وشوه او له دوی سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته هم ترسره شوه.

دغه راز د هر شهید وارث ته د اوس لپاره دېرش زره او ټپي ته پنځلس زره افغانۍ ورکړل شوې.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د یکشنبې په ورځ د یادې خواشینونکي پېښې له زیانمو شوو سره له نږدې خواخوږي څرګنده کړه او دوی ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

ښاغلي وحدت، د یادې پېښې شهیدان په ځانګړې ډول د دیني مدرسو ماشوم زده کوونکي د اسلام د لارې رېښتیني شهیدان یاد کړل او له لوی رب څخه یې د دغې پېښې د عاملینو د ذلیله کولو غوښتنه وکړه.

وحدت دغه راز وویل، په همدې مرسته بسنه نه کوي بلکې وخت ناوخت به له یادو کورنیو سره اړینې مرستې ترسره کیږي.

بل لورته د زیانمو شوو کورنیو غړي وایي، پېښې دردولي، د کورنۍ غړي یې بې له کوم جرمه قرباني شوې او زیاتوي غم یې له زغمه وتلی دی.

دوی له ولایتي ادارې مننه کوي چې پر وخت یې ددوی سره غم شریکه وکړه او د پوښتنې ترڅنګ یې ورسره مرستې هم ترسره کړي.

ددوی په وینا په دې سره یې دروند غم تر یوه بریده کم شو.

د یادولو ده، اوونۍ وړاندې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په پیر کوتي سیمه کې د سړک غاړې ځای پر ځای شوې ماین دوولس تنه شهیدان کړل او پنځه نور یې ژوبل کړل.

په پېښه کې شیهد شوې او ټپیان ټول ملکي وګړي وو.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *