تاند- د پیسو مینځلو ضد ادارې یا FATF استازي پاکستان ته رسېدلي چې له نژدې وګوري ایا پاکستان د تروریستي او سختدریځو ډلو ملاتړ درولی او که نه دی.
ټاکل شوې ده چې د FATF استازي په پاکستان کې ۱۰ ورځې پاتې شي او د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان له اقداماتو خبر شي.
پاکستان حاضردمه د FATF په خړ لیست کې دی خو که دا هیواد ونه توانېږي چې د دې څارونکې ادارې د استازو اعتماد ترلاسه کړي، په بل پړاو کې پاکستان په تور لیست کې شاملېږي.
دا هیواد د سږ کال د جون په ۲۷ مه د د پیسو مینځلو د څار نړیوالې ادارې (FATF) د ترهګرۍ د تمویل له امله په خپل خړ لست کې شامل کړ.
دې ادارې، چې مرکز یې په پاریس کې دی، پاکستان په دې خاطر په دې لیست کې شامل کړ چې د دوی په وینا پاکستان په خپله خاوره کې د فعالو تروریستي ډلو د مالي تمویل سرچیني نه دي وچې کړي.
د FATF غړیو پرون پاکستان ته له رسېدو سره سم د پاکستان د بهرنیو چارو او مالیې وزارت، پوځ، د اختساب ادارې او څو نورو ادارو له چارواکو سره خبرې وکړې. پاکستاني چارواکو هڅه وکړه چې د تروریستي ډلو خلاف خپلې هلې ځلې شفافې وښيي.
پاکستان وايي چې د FATF استازو ته یې وویل چې د دې ادارې پر ۲۷ غوښتنو یې عمل کړی او د منلو وړ نتیجې یې هم لاس ته راوړي دي.
پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې د قاچاق، پیسو مینځلو او په یو شمېر نورو برخو کې، چې د پیسو مینځلو پر ضد مهمې دي، ځانګړی پرمختګ کړی دی.
پاکستاني چارواکو وویل چې ژر به د دغه هیواد ملي جرګه د یو لړ اقداماتو پر ضد، چې د FATF په نظر له پیسو مینځلو سره مرسته کوي، قانون تصویب کړي.
دوی دغه راز وايي چې حکومت په وروستیو ورځو کې د الرحمان ټرست په نوم ډلې فعالیت منع کړ.
دې ډلې داسې فعالیتونه کول چې د تروریستي ډلو ملاتړ ګڼل کېده.
د پاکستان د حکومت له هلوځلو سره سره دا هیواد د FATF له لوري تراوسه پورې له خړ لیسته ایستل شوی نه دی او لا به هم د داسې هیواد په سترګه ورته کتل کېږي چې باید تل وڅارل شي.
د سږ کال په فبرورۍ کې پاکستان په تور لیست کې شامل نه کړل شو او دې هیواد ته وخت ورکړل شو چې د تروریزم د ملاتړ په برخه کې خپل دریځ بدل کړي.
راپورونه وايي چې په پرونۍ کتنه کې د پاکستان د مالي یا خزانې وزیر شمشاد اختر په مشرۍ پاکستاني پلاوي هڅه وکړه چې د FATF د غړیو اعتماد ترلاسه کړي، خو بریالي نه شول.
په خړ لیست کې د شاملېدو له کبله پاکستان ته نړیوالې مالي موسسې په اسانه پور نه ورکوي. پاکستان د خپلو پخوانیو پورونو د ادا کولو لپاره شدیداً نورو پورونو ته اړتیا لري.
همداراز له دې لیست څخه د وتلو په صوربت کې په پاکستان کې بهرنۍ پانګونې ته لار هوارېږي او له نورو هیوادونو سره سوداګري اړیکې پراخولی شي.
د افغانستان، هندوستان، او بنګله دېش په شمول یو شمېر هېوادونه تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ او د نظامي استخباراتو اداره (آی اېس آی) د دغه هېواد له رامنځته کېدلو راهیسې او په ځانګړې توګه په وروستیو څلورو لسیزو کې په خپل هېواد کې ترهګر روزي او بیا یې یادو هېوادونو او نورې نړۍ ته د جهاد په نامه د انسانانو د وژلو لپاره استوي، خو پاکستان دا تورونه نه مني.
د FATE په نوم بین الحکومتي اداره، چې ۳۷ هیوادونه یې غړیتوب لري، په ۱۹۸۹ م کال د پیسو مینځلو او د تروریزم د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره جوړه شوې ده.
دا اداره، چې مرکزي دفتر یې په پاریس کې دی، د غیرقانوني تمویل پر ضد د مبارزې لپاره نړیوال معیارونه په ګوته کوي.