تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۱مه: د پيسو نړیوال صندوق ( آی.ایم.ایف) افغانستان ته له کورونا سره د مبارزې لپاره  د ۲۲۰ میلیونو ډالرو بیړنۍ مرسته تایید کړه.

د فرانسې خبري اژانس د پیسو نړیوال صندق د چاروکو په حواله لیکلي، د کرونا له کبله رامنځ ته شوي بیړني حالت د افغانانو اقتصاد ته زیان اړولی او اوس د دغې مرستې هدف د کورونا له امله د رامنځته شوي اقتصادي زیان جبران هم دی.

د پیسو نړیوال صندوق ویلي، د دوی بیړنۍ مرستې به افغانستان کې په روغتیايي خدمتونو ولګول شي او هغه کورنۍ به هم ترې برخمنې شي چې اوسني حالت یې ژوند له اقتصادي پلوه تریخ شوی دی.

د دغه صندوق مشرې کریستینا جورجیا ویلي، د نړۍ څه باندې سلو هېوادونو له دوی بیړنۍ مرسته غوښتې دي.

نوموړې وایي، د دې لپاره چې ټولو دې هېوادونو کې له کورونا ویروس سره مبارزه وشي او له دې امله اقتصادي ستونزې جبران شي، شاوخوا دوه نیم تریلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

افغانستان ته تر دې دمه اروپايي ټولنې ۱۱۷ میلیونه یورو، نړیوال بانک ۱۰۴ میلیونه ډالر او امریکا د ۱۸ میلیونه ډالرو د ورکړې ژمنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *