له تېرې اوونۍ راهیسې په جوزجان کې سیمه ییزه حکومتوالي له خنډ و ځنډ سره مخ ده او د والي خلاف لاریونونه روان دي.
لاریونونه هغه مهال پیل شول، چې د ملي جنبش مشر عبدالرشید دوستم د جوزجان د والي پر کور برید وکړ او د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوه.
له نښتې وروسته د دوستم پلویانو د والي خلاف په لاریونونو لاس پورې کړ او د هغه د لرې کېدو غوښتنه یې وکړه.
کله چې دوستم او پلویان یې پوه شول، چې د لاریونونو پر وړاندې یې خنډ نشته نو دغه لاریونونه یې سرپل، تخار او نورو ولایتونو ته هم وغځول.
بالاخره یې د جوزجان والي اړ ایسته، چې له ولایته ووځي او واکمني يې دوستم ته پرېږدي.
په وروستي اقدام کې د دوستم پلویانو د تخار د والي د ګوښه کېدو او د دوستم له لوري په دې ولایت کې د پخوانیو قوماندانانو د جوړې شوې شورا په واک کې د شریکېدو غوښتنه کړې ده.
دوی ویلي، تر هغې به لاریونونه کوي، چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.
په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ولسي جرګې د یوه وکیل الله ګل مجاهد د ورور او د هغه د ساتونکو او پولیسو تر منځ شخړه شوې، چې اوه تنه په كې وژل شوي او یوشمېر نور یې ټپيان کړي دي.
په ننګرهار کې هم ورته یوه پېښه شوې، د حاجي زمان ورور حاجي امان خیري والي او یوشمېر نورکسان تورن کړي، چې د ولایتي شورا د غړي او د نوموړي د وراره ډريور یې وژلی دی.
دا پېښې ډېرې اندېښمنوونکي ځکه دي، چې افغانان ترې خورا بدې خاطرې لري. کله چې د ډاکټر نجیب د حکومت وروستۍ شپې وې، هر ځای واړه بریدونه، د قوماندانانو تر منځ شخړې او قومي تعصبونو ته لمن وهل کېده. وروسته د ټوپکسالارۍ پر مهال بیا دا یو عام دود و او هر هغه قوماندان به چې ډېر ظلم کاوه د واکمنۍ کړۍ به یې پراخه او په ځان به یې ویاړ کاوه.
د ښاغلي رشید دوستم په ګډون ګڼو پخوانیو ټوپکمارو په ولس هغه نادودې وکړې، چې انساني تاریخ یې په خپله حافظه کې له ثبتولو شرمېږي.
اوس چې د ولسمشر کرزي د کمزورې واکمنۍ وروستۍ شپې دي، نړیوال له افغانستانه په وتلو دي او ډاکټر نجیب ته ورته ولسمشر کرزي هم د سولې پروګرام رامخ ته کړی، جنرال عبدالرشید دوستم او نور زورواکان او ټوپکوال د خپلو پخوانیو او د ټوپکمارۍ د مهال د خودمختاریو خوبونه ویني.
دغه کسان پوهېدلي، چې افغان حکومت يې په وړاندې د قانوني چلن جوګه نه دى او که ورسره لږه خبره هم تاوه کړي په لاریونونو لاس پورې کوي.
لاریونونه په قانون کې خپل خاص شرایط لري او دا نشي کېدای چې هره ډله او هر شخص دې په لاریون کولو سره په حکومت خپلې غیر قانوني کړنې ومني.
والیان د ولسمشر استازي دي، چې د هغه له لوري ټاکل کېږي او هیڅوک يې د بدلون حق نه لري، په ولایت کې ټول وګړي یې د امر تابع او هیڅوک یې له اوامرو سرغړونه نشي کولای. اوس ښاغلی دوستم له څو نورو پخوانیو قوماندانانو سره په شمال، څه هم په ختیز او څه نور د هېواد په جنوب، لوېديځ او نورو برخو کې واکمن دي او سیمه ییزه حکومتوالي یې کمزورې کړې ده.
دا د ولسمشر مسوولیت دی، چې په ولایاتو کې له خپلو استازو ملاتړ وکړي، یوازې د یوه کمېسیون جوړول ستونزه نشي حلولای، باید مستقيماً مداخله وکړي، دوستم او د هغه په څېر خپلسري زورواكانو ته بايد تاريخي سزا ورکړي، چې نورو ته عبرت شي.
افغان حکومت او خپله ولسمشر دومره هم ښايي کمزوری نه وي، چې په هېواد کې د نوې پیل شوې انارشۍ او خپلسرۍ مخه ونشي نیولای. که چېرې نن په کابل کې د الله ګل مجاهد، په بلخ کې د استاد عطا، په جوزجان، تخار او سرپل کې د دوستم، د محقق او امثالهم مخه ونه نیسي، نو سبا به دا کسان د هېواد لپاره له دې ډېر سرخوږى وي او مخنیوی به یې هم ګران وي. هغه ډول چې د مجاهدینو په دور کې هر یو د دې ملت پر سر د اسمان تندر و.
اوس په کار ده، چې افغان حکومت په دې برخه کې په جدي اقدام لاس پورې کړي، نړیواله ټولنه ورسره د جنګي جنایتکارانو د محاکمې او پرې د قانون عملي کېدو کې مرسته وکړي او مظلوم ولس یې له منګولو وژغوري.
افغان حکومت باید یوازې او یوازې د قانون پلي کېدلو په هڅه کې وي، نه د تېرو یوولسو کلونو په شان سیمه ییزو قوماندانانو او زور واکانو ته د باج او امتیاز ورکونې په هڅه کې.
ولس په هیڅ صورت د مجاهدینو او کورنۍ جګړې د خونړي دور تکرار نه غواړي، بلکې له نړیوالې ټولنې او افغان حکومت نه د هغو ژمنو پلي کېدل غواړي، چې د بن په لومړي کنفرانس کې یې کړې وې. د دموکراسۍ بقا او د عدالت تامین غواړي او دا د نړیوالو اخلاقي دنده ده چې په دې برخه کې افغان کړېدلي ولس ته ځواب ووایي.