تاند- د افغانستان په اړه د امریکا د دفاع وزارت په شپږ میاشتني راپور کې ویل شوي چې د تېر کال د دسمبر له لومړۍ څخه د سږ کال د مې تر یودېرشمې پورې په افغانستان کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو شمېر ۴۲۲۳ تنه و چې په څلورو کې یوه برخه یې وژل شوي او نور ټپیان دي.
په راپور کې، چې د سې شنبې په ورځ کانګریس ته وړاندې شو، ویل شوي چې د وړم کال د ورته مودې په پرتله د ملکي افغانانو مرګ ژوبلې په سلو کې ۷۳ ډېرې شوي او تر ټولو ډېرې مرګ ژوبلې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري د ماینونو اواو نورو چاودېدونکو موادو د چاودنو په نتیجه کې پېښې شوي دي.
د امریکا دفاع وزارت کانګریس ته په خپل راپور کې ویلي، په افغانستان کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او همداراز نړیوال ځواکونه د ملکیانو د مرګ ژوبلو د مخنیوي په برخه کې ژوره اندېښنه لري.
په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو او ګزمو د دولت د وسله والو مخالفانو په حملو کې د افغان ځواکونو تلفات د وړم کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۱۴ زیات شوي خو په پلان شویو بریدونو کې د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې کمې شوي دي.
پخوا امریکايي چارواکو ویلي وو چې د افغان ملي اردو او ملي پولیسو د ځواکونو تلفات کم شوي خو دا ادعا تایید او یا ردولی نه شي ځکه چې واشنګټن منلې چې د مرګ ژوبلو شمېر به پټ ساتي.
د امریکا د دفاع وزارت په راپور کې راغلي چې په تېر نه چنداني سوړ ژمي کې د تروریستي ډلو پر ضد پوځي فشارونه زیات شول او په ۲۰۱۸ م کال کې د جګړې وضعیت د افغان امنیتي ځواکونو لپاره مثبت و ځکه چې د ولایتونو د مرکزونو د نیولو لپاره د مخالفانو ټولې هلې ځلې ناکامې شوې او د فراه ولایت د مرکز د نیولو له لپاره د دوی حمله په شا وتمبول شوه.
د پنتاګون په راپو رکې ویل شوي چې روسیه لا هم غواړي په سیمه کې د امریکا د نفوذ مخه ونیسي او په دې سیمه کې یې له طالبانو سره مرسته کړې او په عین حال کې په افغانستان کې د امریکا د هدفونو په اړه ناسم معلومات خپروي.
راپور د دې یادونه هم کړې چې روسیې د افغانستان په ګاونډ کې د منځنۍ اسیا پر هیوادونو فشار زیات کړی چې د ثبات د راوستلو لپاره د امریکا او ناټو په هڅو کې همکاري ونه کړي.