تاند- د امریکا دفاع وزارت (پینتاګون) په یوه راپور کې ویلي، په پاکستان کې د سخت دریځو خوندي پناهځایونه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د دوام اصلي علت دی او دا ډېره ګرانه مسله ده.

د افغانستان د راتلونکي ثبات او امنیت په اړه د پینتاګون په راپور کې ویل شوي چې د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې د حملو لپاره کار اخیستل کېږي.

د راپور پر اساس د پاکستان په قبایلي سیمو او بلوچستان کې سخت دریځي خوندي پناهځایونه لري او په دغو ځایونو کې په افغانستان کې د حملو لپاره پلانونه جوړېږي.

راپور دغه راز وايي چې پاکستان په افغانستان او هند کې د سخت دریځو د حملو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات نه کوي.

د پنتاګون راپور وايي، پاکستان په ظاهره داسي ښيي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د مثبت رول د ادا کولو اراده لري.

په راپور کې دغه راز ویل شوي چې پاکستان د هغو بمونو د مخنیوي لپاره، چې په کورونو کې جوړېږي، د مخنیوي لپاره محدود اقدامات کړي مګر په دې برخه کې یې مهم پرمختګ نه دی کړی.

په راپور کې بیا بیا ویل شوي چې پاکستان په افغانستان او هند کې د تخریبي اقداماتو او د سخت دریځو د حملو د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدام نه دی کړی او نه یې کوي.

د امریکا د دفاع وزارت په راپور کې د افغان امنیتي ځواکونو د پرمختګونو ستاینه شوې، ویل شوي چې افغان امنیتي ځواکونو د سخت دریځو په ضد په جګړه کې یو لړ کامیابۍ ترلاسه کړي چې په نتیجه کې یې د حمل په شپاړسمه /اپریل ۵مه/ د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات ممکن شول.

د امریکا دفاع وزارت همداراز وايي چې اوس د افغانستان د ټولو ۳۴ ولایتونو امنیتي مسوولیتونه د افغان امنیتي ځواکونو په غاړه دي او اکثره بریدونه په داسي سیمو کې کېږي چې کم نفوسه او اطرافي دي.

0 thoughts on “د پینتاګون راپور: پاکستان د افغانستان او هند د مخالفانو پرضد اقدام نه کوي”
  1. Not to be frank, Pakistan never been good with Afghanistan. And that’s why there is no hope of cooperation from Pakistan, instead they will still keep hurting us and destroying us by sending namely Taliban to not let our youth be educated once there is a peaceful Afghanistan. That’s why Afghanistan must keep it’s relation with India and all those who are opposite of Pakistan, by than In Sha Allah, we will able to face any challenge from Pakistan Bcoz we Afghanistan can never be free of Pakistan’s stupidity.

  2. دبنتاكون رابور ته به أساسي توكه نظر واجول شي دوه مهمي نتيجه به لأس راخي.
    ١. / كه جيري أمريكا نظامي مرستي به باكستان ودروي بيا به وكوري جه باكستان خرنكه لاري ته راخي بس دا باكستان نه بلكه أمريكا ده جه بباكستان دباره شرائط مساعده و
    ٢ /. اصلي با زيكر دلوبي انكلسان ديكه جيري انكلسان همدا نن تصميم ونيسي دا بأزي ختمه {\ مكر انكليس تورمخي سياست لري .غل ته واءي غلا كوه ، كور وإلا ته واءي بيدار،أوسه اوياداجه انكليسان واءي ،( تفرقه بي انداز حكومت كن )أ{\صلاء دوي نه غواري جه دا
    هغه درندي او سبكي خمكني او هواءي سلاح وي به شمول دي كازي او كيمياوي سلاح وي جه انكليس دخبل ١٦٠٠٠زره تباهي عسكروانتقام به خاطر به هلمند كي استعمال كري او زمونز هلمندي ورونهءي تباه كزه كه خوك خانته أفغان واءي دا فجائع به هيري نه كري لطفاء مراجعه وكزي دكاناداءي او نورو خارجي
    متخصيصونو كد رابور ته
    نه دي عاشه شي نه دي كله دوي دي وخوري يو تر بله
    جلالزوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *