د طالبانو لاس ته د کندوز د لوېدلو اصلي لامل که هرڅه وي، خو د ولسي جرګې وکیلان یې پړه د دې جرګې په مشر عبدالرووف ابراهیمي اچوي.

دوی وايي، ټول ولایت پوځي او ولسي ادارې یې په خپلو خپلوانو وېشلې او ان خیالي محلي پولیس یې جوړ کړي، همدارنګه د افغان امنیتي ځواکونو په زغرګاډو د خپلو رمو او شپنو امنیت ساتي.

که د ولسي جرګې د وکیلانو شالید او کړه وړه ګورو، ښایي په هر ولایت کې دغه د ولس په نوم استازي ورته چارې کوي او د دوی دا ظلم او زیاتي ډېر خلک د طالب ډلې ته ور مات کړي دي.

په زابل کې چې یو وخت د افغان امنیتي ځواکونو په نوم د شمال ټلوالې لنډغرو د پولیسو او پوځیانو په نوم ظلم کاوه، ډېری خلکو د طالبانو لمن ونیوله او ک څوک پاتې و، هغه هم په ولسي جرګه کې د زابل د پنځو سناتورانو او وکیلانو له لاسه له طالبانو سره ملګري شوي، او مازیګر ناوخت د قلات په څېرمه کوڅو کې خلک له وېرې ګرځېدلی نه شي.

دا وکیلان چې د زابل د استازو په نوم په کابل کې ناست دي، هر یو یې د زابل یا کابل په اداره کې خپل کسان ګوماري یا هم د زابل د استازو په نوم په کابل کې د زابلیانو حق په بډه وهي.

سناتور حسن هوتک، چې په مشرانو جرګه کې ناست دی، د کورنۍ غړي یې په ولایت کې په مختلفو دندو ګومارلي دي. ان په شینکۍ ولسوالۍ کې ولسي او پوځي چارواکي یې ټول خپل خپلوان دي.

په مرکز قلات کې یې یو زوی اقبال، چې دوولسم یې په نوم ویلی، د سولې عالي شورا د عامه پوهاوي مسوول دی، هغه هم د زرګونو ډالرو د ټولولو لپاره، خو له یو کس سره د خبرو زړه هم ور سره نشته.

ورور یې عبدالله خان هم په درواغو د دوولسم سند جوړ کړی دی او د سرحداتو رییس دی.

زلمی زابلی، چې په مشرانو جرګه کې کله کله د لنډغرو په څېر په ځینو چارواکو ورپاڅیږي، دوو افغانیو رشوت ته د ټینګې نه دی، ښه پته یې هغو خلکو ته لګي چې خوله یې ور خوږه کړې وي.

دغه ښاغلي د زابل ټول معارف ریاست تبا او برباد کړ. د خورځې مېړه یې د معارف رییس دی،  چې ان څو ځلې یې طالبانو ته هم د ښوونکو معاش ور کړی دی، نو چې د معارف رییس داسې سړی وي، د خلکو د جهالت کچه به کمه که زیاته شوې وي.

زلمي زابلي په قلات کې د پوهنتون په نوم ځمکه له حکومت ترلاسه کړې او اوس یې د پوهنتون په ځای شخصي سرای ترې جوړ کړی دی او کرایه یې اخلي.

دغه ښاغلي په مشرانو جرګه کې دومره زیاته ګټه لیدلې چې په تېرو ټاکنو کې یې د دې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د زابل د ولایتي شورا مرستیالې فوزیه یونسي ته څلوېشت زره ډالر او د دې شورا منشي اسدالله کاکړ ته شپېته لکه کلدارې د دې لپاره ور کړې چې د ده په حق کې رایه ور کړي.

په دوی کې وکیل عبدالقادر قلاتوال د دې په ځای چې د زابلیانو حق لپاره چیغه پورته کړي یا د دغه ولایت لوستو خلکو ته په کابل کې دندې پیدا کولو کې منډې ترړې وکړي، یواځې خپل زوی یې په سرحداتو وزارت کې تر معینیت ورساوه او نورې چارې یې له خلکو پټې نه دي.

د زابل بل وکیل حمیدالله توخی دی، یو زوی یې د اصف په نوم په درې کالو کې تر ډګروالۍ ورسېد، چې د پولیسو د امنیتي کنډک قومندان دی، خو که چرته د قاچاق تېرول او اداري فساد دی یا طالبان په یوه سیمه ننوځي دی به هرو مرو پکې لاس لري.

بل زوی یې په کابل کې د زابل په نوم پروژې اخلي او پیسې یې جیب ته اچوي، همدا پلار یې د نورو شرکتونو د کار مخه نیسي، د دې لپاره نه چې پروژې به ناسمې پلې شي، بلکې د دې لپاره چې غلا او فساد د دوی له لاسه ونه وځي.

وايي، څنګه غر هسې يې کربوړی په ولسي جرګه کې د زابل استازې ظهرا توخې هم له وکیلانو په ظلم او چپاوول کې کمه نه ده، دې ښځې په قلات ښار کې د هغې کونډې سرای چپه او اوس یې مارکېټ پر جوړ کړی دی، چې یو وخت یې ترې کرایه کړی و، دا کونډه په ادارو ګرځي خو هیڅوک یې غږ نه اوري.

خاوند یې چې په هیڅ خبر نه و، تر جنرالۍ یې ورساوه، یو وخت د کندهار د محبس راییس هم و، چې له برکته یې په سوونو زندانیان وتښتېدل.

اوس خو په زابل د امنیه قومندان په نوم د اجراییه رییس عبدالله عبدالله له خوا داسې کس را نازل شوی چې خور یې د پاکستان د ای اېس ای د پخواني مشر جنرال حمیدګل ورور ته ناسته ده، نو دغه قومندان صیب به چاته ژمن وي، ښه امتحان یې په تېرو ورځو کې په زابل کې د کابل- کندهار د لارې بندېدلو په وخت ور کړ، چې ځواکونه یې په شا کړل، په قرارګا کې د موږک په څېر پټ شو، لار درې ورځې بنده وه، خو جنرال رازق چې له کندهار را ورسېد په یو ساعت کې یې دا لار پرانیستله.

2 thoughts on “د پینځو وکیلانو او سناتورانو زابل/ ممتاز پردېس”
  1. خدایه دا تول کمیشن کاران تباه او برباد کی. تاسی ووایی امین
    په یو غریب ملک لکه افغانستان کی هیخ ضرورت ددی غوندی مشرانو او ولسی جرگی نشته تول باید رخصت شی او یوه پنخه کسیزه کمیته دی د قانون جورولو چاری دی په مخ بوزی.
    .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *