پیوستون د افغان لیکوالو، خپلواکه، کلتوري او سیاسي خپرونه ده، چې له تیرو څو کلونو راهیسې له خوسته خپریږي او تازه یې پرلپسې اووه ویشتمه ګڼه چاپ شوې ده.

د پیوستون مجلې په نوې ګڼه کې د مشهورو لیکوالو بیلابیلې سیاسي، ټولنیزې، کلتوري او معلوماتي لیکنې او مطالب خپاره شوي دي.

د مجلې وړومبی مخ، چې د نړۍ دویم مفکر ډاکټر اشرف غني احمدزي لوی تصویر پرې راغلی… ترڅنګ یې څو سرلیکونه په دې ډول لیکل شوي:

–         ډاکټر اشرف غني احمدزی، د ملي زعامت پر لور

–         د افغانستان لومړۍ میرمنې

–         کلیوالي فاکولته

–         فلمي نظام

–         او نور…

د پیوستون مجلې په دې ګڼه کې، په نورو لسګونو لیکنو او مطالبو سربیره، د لوبو له ډګره (سپورټي)، د انټرنیټ له پاڼو (معلوماتي)، شاعران یو په نغمو یادوو خدای (شعري) ځانګړې برخې هم شاملې دي.

په سپورتي برخه کې، د کریکټ په وروستیو لوبو کې د افغان لوبغاړو ارزونه شوې. په معلوماتي برخه کې، د سیمې او نړۍ معلوماتي او حیرانوونکي معلومات راټول شوي او د شعر په برخه کې هم د ځوانو تکړه شاعرانو د شعر نمونې خپرې شوې دي.

پیوستون مجله، چې له تیرو څو کلونو راهیسې له خوسته خپریږي، د هیواد په کچه یې د ښو مجلو په کتار کې ځای نیولی او ګڼ شمیر مینه وال یې پیدا کړي دي.

د دې مجلې تازه چاپ شوې ګڼه، د خوست له کتابخانو ترلاسه کولی شی.

نوراجان بهیر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *