تاند- یو افغان پناه غوښتونکی د پېلوټ د انکار له کبله له بریتانیا څخه له ایستلو خلاص شو.
دغه افغان، چې صمیم بېګزاد نومېږي او ۲۲ کلن دی، د دې لپاره چې د پناه غوښتنلیک یې رد شوی و، د لندن هیترو هوايي ډګر ته یووړل شو چې د تُرکش اییرلاینز په الوتکه کې افغانستنان ته واستول شي خو کله چې پېلوټ د بېګزاد وضعیت ولید، د هغه له وړلو یې انکار وکړ.
شاوخوا ۳۰ زره تنو له بریتانیا څخه د بېکزاد د نه ایستل کېدو لپاره لاسلیکونه ټول کړي وو.
د لاسلیکونو څو تنه ټولوونکي له بېکزاد سره هیترو هوايي ډګر ته تللي ول چې د نوموړي د وضعیت په اړه د الوتکې نوره سپرلي خبره کړي څو هغوی د هوايي شرکت له مسوولاو او کارکوونکو سره موضوع شریکه کړي.
د کاویل ریفیفیرتي په نوم ښځې، چې بېکزاد یې په خپل کور کې ساته، انډیپنډنټ ورځپاڼې ته وویل چې ورته ټېلفون وشو چې بېکزاد افغانستان ته د استولو په ځای د کډوالو کمپ ته لېږل شوی دی ځکه چې پېلوټ د نوموړي له وړلو انکار کړی دی.
د پېلوټ نوم نه دی څرګند شوی خو د هوايي شرکتونو له قوانینو سره سم، پېلوټ حق لري چې هغه څوک په الوتکه کې سپور نه کړي چې فکر کوي ژوند ته یې خطر پېښېدای شي.
بېکزاد دوه کاله پخوا د فرانسې له کالې کمپ څخه د بریتانیا کینټ ښار ته تللی و.