تاند – د پېښور په حیات اباد کې نن /چهارشنبه/ د یوه قاضي پر موټر انتحاري برید وشو.
برید داسي مهال وشو چې ملکي قاضي اصف جدون او درې نورې ښځینه قاضیانې د حیات اباد په پنځم فېز کې په موټر کې روان ول.
په دې پېښه کې د موټر چلوونکی ووژل شو او درې قاضیان ټپیان شول.
د پاکستاني طالبانو تحریک د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست.
پاکستاني رسنۍ وايي چې دوه تنه لارویان هم په دې پېښه کې ژوبل شوي دي.
تر دې وړاندې د دوشنبې په ورځ په لاهور کې انتحاري حمله وشوه او ۱۶ تنه یې ووژل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت یو دیپلومات د لاهور د چاودنې په خاطر احضار کړ او ورته ویې ویل چې د لاهور چاودنه جماعت الاحرار کړې او دا ډله په افغانستان کې پناهځایونه لري.
ځیني راپورونه وايي چې په وروستیو کې د پاکستاني طالبانو ترمنځ، چې په څو جلا ډلو وېشل شوي وو، بیا یووالی رامنځته شوی او دا ډله یو وار بیا منظمه شوې ده.