د پېښور د ماجرو په یوه کېمپ کې له څو میاشتو را په دېخوا پنځم افغان، چې له اردو سره یې خدمت کړی و، شهید کړای شو.
دا اوږده کیسه ده. په پېښور کې پنجابیان دغه قتلونه پر افغانانو کوي.
افغان په پردي ملک کې د خپل ورور په دروازه کې ودرېږي. د خپل ورور په سینه کې کلاشینکوف خالي کړي او د خپلې ورېندارې کریغې په پاکستانیو همسایه ګانو واوري. پاکستاني همسایه ګان وایي چې یو بل ماجر یې مړ کړ. تهاڼه یې بیا راپور نه اخلي.
که له وجداني اړخه وګورې نو هغه افغان به څه افغان وي، هغه پښتون به څه پښتون وي، هغه نارینه به څه نارینه وي چې په خپل کور کې هم نه، په پردي کور کې د کوربه په مرسته خپل ورور شهید او خپله ورېنداره په پردۍ خاوره او پردي وطن کې سرتوره کړي، خو خبره او بحث د وجدان نه دی. وجدان او چریک له ازله سره لري دي.
دا پخوانۍ کیسه ده. یو وخت یې په پېښور کې همدغه ځبړږیرې افغانان ورغلل، د ګل پاچا الفت د زوی عزیز الفت شهید په دروازه کې ودرېدل، هغه یې شهید کړ، بهاؤالدین مجروح یې شهید کړ، عبدالحکیم کټوازی یې شهید کړ. همدغسې یې د پنجابي په لمسه او وسله د پنجابي په وطن کې خپله خور کونډه کړه. ټول خرګي ماجر ورته برند برند کتل. د دې مظلومانو په جنازو کې به پنځه پنځه کسان ولاړ و، ځکه چې دغه لوی انسانان د پنجاب مجرمان ول. د عزیز الفت شهید ټوله ګناه دا وه چې د جهاد تر شا پنجابۍ توطیه یې رسوا کوله. د بهاؤالدین مجروح شهید ګناه دا وه چې د دېرش کاله وروسته فساد، د تور ملا، د پنجابي ټالیب پیشبیني یې کوله.
بیا هغه وخت هم راغی چې د بهاؤالدین مجروح قاتلان یې همدا سې یو یو، ذلیل ذلیل ووژل. فضل حق مجاهد یې په نورو نویو غلامانو کوتره کړ، انجنیر فیض محمد یې کوتره کړ. بیا به همدغه قاتلان په شمشتو کې له کورونو نه راوتل. د ښځو تر څنګ به یې جاینمازونه هوار کړي ول، جومات ته به لمانځه ته نه تلل. یو کس یې پېژنم. د آی ایس آی د قاتل افغاني بانډ مشر پاتې شوی و. په شمشتو کې یې کور ته ورغلی وم، وېلې حالات خراب دي، جومات ته نه ځم. په زړه کې به مې ویل چې ستا د حزب اسلامي د اطلاعاتو خو نوم و. خلک به په خوب کې درنه ډارېدل. اوس هغه نوم څه شو؟ اوس قتلونه وکړئ! اوس بې پلېټه تورې ډاټسنې وځغلوئ! اوس خو یې د معنوي پلار اجازه نه وه چې له کوره تر جوماته نه تلل او ویل یې چې حالات خراب دي.
تر هغه نسل را وروسته یې په دې وروستیو کې د درېیم لاس غلامانو په وژنه هم لاس پورې کړ. آغا جان معتصم وتښتېد، پښې یې سپکې کړې. د تخار ملا یې کشته کړ، مړی یې بیرته زموږ خپلې اردو په قدر کړ. په لسګونو نور یې په بې عزتۍ کشته کړل. ځکه چې دوی هم نور ایکسپایر کېدونکي دي. لګښتونه یې زیات شوي، خېټې یې درنې شوي، په افغانستان کې جهاد ته نشي تللای. نوی نسل غلامان ښه چست او چالاک دي. ښه خالي الذهنه لوده ګان دي. ښه وژل کوي، ښه جذباتیان دي. نور مولوي اسماعیل، مولوي رحمت الله کاکازاده، مولوي معتصم، یاسر بل او بل ته اړتیا نشته.
دوی نور یا وژل کېږي یا کابل او قطر ته لېږل کېږي چې دلته په ډالرو کې ولمبېږي، په سفارتونو کې مېلمستیاوې وخوري او په دنګو او مجللو ماڼیو کې اولادونه وزېږوي او وروزي.
په قلم دې برکت شه
ګران ورور مجيد قرار!
زه غواړم لنده اوهغه واقعی قصه چه په ما تيره شوی درته بيان کړم تاسی پوهيږی او اشاره دی هم ورته کړي دترور تنظيمی مشر تنظيم حزب اسلامي وو.او ددی تو ريريستانو مرکز هم چوک يادګار وو.
په يوه کور کی څو نفره دتروريستانو دپخوانی مشرا….ک .. ترقوماندی لاندی تروريست ته وظيفه ورکول کيږی او ځما عکس دجګتورنۍ په يو نيفورم کی ورته ورکول کېږی.
او ورته ويل کيزی چه بايد ترور شي.
په دي ناستو کسانوکی چه دی کورته ميلمه راغلی وو داجريان مکمل تعقيب کړي وو داچه داردو صاحبمنب وو او زما سره ئ پيژند ګلوی لرله عاجل زما کور ته راغی په کور کي راسره کشی نه ناست او ويل راځه بيرون قدم ووهو په قدم وهلو کي راته ټوله قصه وکړه اونور راڅخه رخصت شو او دای راته وويل چه نه مي ليدل او نه مي کتليئ اونه مي څه درته ويلی ما په ځواب کی ورته وويل همچنان.
راغلم کورته چورت مي وهل په فکر کي راغله چه کوم کور کی داجلسه شوی ددي کوروالا زما زوي سره شناخت لری.
دشپي مي چه زوۍ دکاره راغی جدا اطاق ته لاړو چه دفاميل غړی خبر نه شی زوۍ ته می مکمله قصه وکړه زوی مې همدوره راته وويل چه دکوره مه وځه زه به په کار شروع وکړم نو زما زوي دکور والا دشناخت په استفاده دو مره مخ کی لاړه چه حتی دوستانو هغه ترو ريست چه وظيفه اخستي وه مخامخ کيناوه تروريست ورنه عفوه وغو شته چه زه خبر نه وم چه جنرال صاحب زما دشناختووسره چه ته ئ زوی ئ دزوی په سر شناخت لری تو ريريست واضح وويل دادوهم ځل دي چه زه دجنرال صاحب دترور دپاره دکور مخی او شاوخوا ځم ما ونه موند دي کي ستاسی خو شبختی وه که نه ما به وختی دمنځه وړ ی وو.
او زه هم خوشبخته يم چه خپل دوستان می دغم په ټغر کشي نه ول.
هماغه وه چه زه هالند ته راغلم تصادفی زما دترور طرحه کونکی هم هالند ته راځی دهالند ددولت په همکاری زه بدون له کومه جرمه صرف دده دراپورو په اساس چه دخلق دموکراتيک ګوند غړي دی نيول کيږم اوشپږ کاله زه افغان دافغان دلاسه بند تيروم.
په ډيری بخشنی سره دليکنی داخر له خوادخلورمی کرشی (کشي نه ول بايد کشي نه، نه ول ) ولوستل شی.