تاند- نن په ټول پاکستان کې ښوونځي، چې د دسمبر په شپاړسمه د پېښور پر پوځي ښوونځي له حملې وروسته بند شوي ول، پرانستل کېږي. د طالبانو له لوري د پاکستان د پوځیانو د بچیانو پر ښوونځي د برید په نتیجه کې شاوخوا یو نیم سل تنه وژل شوي ول.
له حملې وروسته د پاکستان حکومت ټول ښوونځي د بلې حملې له ویرې بند کړل.
د خیبر پښتونخوا یالتي حکومت ویلي چې د پېښور پر اورسک روډ د پوځي ښوونځي (ارمي پبلک سکول) په شمول ټول ښوونځي سر له ننه پرانستل کېږي.
په همدې حال کې د پنجاب ایالتي چارواکو ویلي چې په دغه ایالت کې پر ګڼو ښوونځیو د حملې اندېښنه لري.
خو د پاکستان حکومت د ټولو ښوونځیو لپاره د امنیتي ساتونکو شمېر زیات کړی، د ښوونځیو شاوخوا دېوالونه یې لوړ کړي او اغزن سیمونه یې ورباندې نصب کړي دي.
همدا راز یې د ښوونځیو په دروازو کې خنډونه ایښي دي.
د پېښور په پوځي ښوونځي کې به نن سهار لومړی یوه ویرغونډه جوړه شي او د وژل شویو زده کوونکو او ښوونکو یاد به ولمانځل شي.
د دغه ښوونځي دېوالونه لوړ کړای شوي او اغزن سیمونه هم ترې راتاو شوي دي.