تاند- په پېښور کې د یوه کنفرانس برخوالو د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې د پښتنو پر ستونزو او چلینجونو خبرې وکړې.
دا کنفرانس، چې د مردان خان عبدالولي خان پوهنتون او د پېښور بېنظیربوټو پوهنتون یې په ګډه تابیا کړې وه، «په افغانستان – پاکستان کې د پښتون هویت پوښتنه؛ چلینجونه او لرلید» تر سرلیک لاندې پرون /چهارشنبه/ جوړ شو.
د خیبر پښتونخوا د صوبايي جرګې (پرواونشنل اسمبلي) ريیس اسد قیصر وویل چې پښتانه د یوه ملت په توګه تل پر خپله خاوره د پردیو د جګړو په خاطر کړول شوي او د ۲۰۰۱ د سپټمبر له یوولسمې نېټې وروسته د تروریزم پر ضد د جګړې له پیلېدو راهیسي په دواړو هیوادونو افغانستان او پاکستان کې پښتانه سخت اغېزمن شوي دي.
ده همداراز وویل:«پښتانه د خپل تاریخ له یوه حساس پړاوه د تېرېدو په حال کې دي او پښتانه روڼاندي باید په سیمه کې د روان بحران لپاره یوه تلپاتې حللار ومومي.»
ده د خیبر پښتونخوا د صوبايي جرګې د ريیس په توګه وویل چې د دې صوبې حکومت به د دوو هیوادونو ترمنځ د درز د لېري کولو لپاره زمینه برابره کړي.
د ښاغلي قیصر په وینا د ترهګرۍ پر ضد جګړې د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې د پښتنو دود- دستور، کلتور او د ژوند سبک وربدل کړي دي.
ده له پښتنو وغوښتل چې له کړکېچ سره د یوه واحد ملت په توګه مقابله وکړي.
په کنفرانس کې د پښتنو پر هویت، تاریخ، یووالي، د استعماري قدرتونو له لوري د ډیورنډ کرښې د هدف او په پښتني سیمو کې د لرغونو اثارو په اړه هم خبرې وشوې.
د عبدالولي خان پوهنتون ريیس ډاکتر احسان علي د قطر د جورج ټاون پوهنتون د پروفیسر اناتول لیفین د کتاب یادونه وکړه، ویې ویل، په دغه کتاب کې چې عنوان یې (پاکستان یو سخت هیواد) دی، لیکوال وايي«استعماري قوتونو د پښتنو ترمنځ یوه کرښه وایستله او له هغې څخه یې د بېلابېلو هدفونو لپاره ګټه واخیسته.»
ده وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ کرښه باید د ترهګرو پر مخ بنده شي.