تاند، جمعه، د ثور ۵مه: د پېښور زلمي کرکټ لوبډلې څښتن او د زلمي بنسټ مشر جاوېد اپریدي له افغان حکومت سره د کورونا پر ضد مبارزې لپاره د ۵۰ زره ماسکونو او طبي توکو مرسته وکړه.

د پېښور زلمي لوبډلې مالک په یوه اعلامیه کې ویلي، د کورونا وبا د ټولې نړۍ اقتصاد ځپلی دی او افغانستان هم له دې وبا څخه خوندي نه دی.

نوموړي ویلي، دا مرسته به یې له کرښې ها غاړه افغان ولسونو سره د خواخوږۍ یوه نښه وي چې اوسمهال د کورونا له کبله په بد وضعیت کې دي: (( موږ له ټولو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یوو او هیله من یوو چې ټوله نړۍ له دې وبا سره په جګړه کې یو موټی شي.))

 زلمي بنسټ همداراز ویلي، د دوی فعالان په خیبر ایجنسۍ او د پښتونخوا په نورو سیمو کې هم له پښتنو قبایلو سره ورته مرستې دوامداره ساتي او ډاکټرانو ته د ماسکونو تر څنګ محافظتي لباسونه او کېټونه هم وېشي.

بلخوا په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل د زلمي بنسټ د دغو مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه مرسته به د کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه نور هم سره نږدې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *