د پېښور د قاسم علي خان جومات خطیب مفتي شهاب الدین پوپلزی

تاند – د پښتونخوا په زړه پېښور ښار کې د قاسم علي خان جومات خطیب، مفتي محمد شهاب الدین پوپلزي، سبا شنبه د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه.

ښاغلي پوپلزي ویلي چې هغه ته د یوې مېرمنې په شمول ۱۳ تنه شاهدان ورغلل او شاهدي یې ورکړه چې نن یې میاشت ولیده نو په دې کې نور شک نشته چې سبا، شنبه یا د خالي ورځ، دې روژه وي.

اخوا بیا د پاکستان د میاشتې لیدلو مرکزي کمېټې د تېر په څېر د پېښوري شاهدانو شاهدي ونه منله او ویې ویل چې په ټول ملک کې میاشت نه ده لیدل شوې له دې امله د یکشنبې ورځ د روژې اوله ده.

د پاکستان ډیلي قدرت او اردو پواینټ ورځپاڼو لیکلي چې مفتي شهاب الدین د پاکستانیانو په وېشلو کې بیا بریالی شو او د نور قوم خولې ته یې ونه کتل.

د پېښور او د پښتونخوا د نورو سیمو خلک معمولا له افغانستان او نورې اسلامي نړۍ سره روژه نیسي او اختر کوي په داسې حال کې چې د پنجاب ایالت اوسېدونکي بیا یوه ورځ وروسته روژه شروع کوي خو په اختر کې له نورې نړۍ سره یوه خوله وي.

One thought on “د پېښور قاسم علي خان جومات سبا شنبه د روژې اوله اعلان کړه”
  1. دوی روژې ته هم چل جوړوي. زمونږ نړۍ نن د ساینس او تخنیک له برکته دومره کوچنۍ شوېده چې لکه یو کلی د نړۍ له هره ګوټه سړی خبریږی .
    خو پنجاب بیا د مسلمانانو ترمنځ تفرقه اچوي ، روژه او اختر هم له نورو نه جدا په بله ورځ نیسي . منافقان به په ټیټه کنده د دوزخ کي وي.
    قوله تعالى: {إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ} –
    [النساء: 145]،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *