تاند، شنبه، د قوس ۹مه: د خیبر پښتونخوا استیناف محکمې د افغان کډوالو د کاروبار او اوسېدو مسئله یو وار بیا راسپړلې ده.
محکمې دا کار د لعل جان خټک په غوښتنه کړی او نوموړي له حکومت څخه غوښتي وو چې د افغان کډوالو کاروبارونو او اوسېدنې د دغه ځای د خلکو ژوند ستونزمن او اغېزمن کړی دی.
لعل جان خټک له محکمې غوښتي چې یا دې د افغان کډوالو په کاروبارونو بندیزونه ولګوي یا دې د دوی سوداګري او کاروبارونه مدیریت کړي.
محکمې د عرض له اورېدنې وروسته چارواکو ته امر کړی دی چې د افغان کډوالو د کاروبارونو د مدیریت او کنټرول په اړه دې لارې چارې ولټول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې ویلي چې افغان کډوالو ته به په دغه هیواد کې د ازادانه سوداګریزې راکړې ورکړې اسانتیاوې برابروي.
مګر تازه یې په پیښور کې د افغانانو یو مارکیټ نړولی او ملکیت یې یو کشمیري ته سپارلی دی.