تاند- د پېښور د کرنې د روزنې د انستیتیوت پر لیلیې د نن ورځې په وسله واله حمله کې لږترلږه ۹ تنه وژل شوي او ۳۷ نور ژوبل دي.
چارواکي وايي، ممکن د تلفاتو شمېر تر دې زیات وي.
وسله والو طالبانو د دې برید، چې سهار وشو، مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
د حیات اباد روغتون ريیس شهزاد اکبر وویل چې دغه روغتون ته د ۶ تنو مړي او ۱۸ ټپیان وررسول شوي دي.
د خیبر روغتون مسوولان وايي چې د ۳ تنو مړي او همداراز ۱۸ ټپیان ورلېږل شوي دي.
د پاکستان پوځ وايي چې په حمله کې ۲ پوځیان ژوبل شوي او پوځي روغتون ته لېږل شوي دي.
روغتوني سرچینې وايي چې په ټپیانو کې ۷ محصلان، یو د فرنټیر کور ملېشه، یو پولیس، یو د انستیتیوت ساتونکی او یو ژورنالیست شامل دي.
د پاکستان پوځ وايي چې ۳ تنه وسله وال حمله کوونکي یې وژلي او حمله پای ته رسېدلې ده. پوځ دغه راز ویلي چې حمله کوونکو بورقې اغوستې وې.
پرون په جنوبي وزیرستان کې یوې چاودنې ۵ تنه ووژل. په وژل شویو کې د سولې د کمېټې مشر هم شامل دی.