تاند- له خیبر پښتونخوا څخه د رارسېدلیو راپورونو له مخې نن په پېښور ښار کې د کواټۍ ګېټ په کلیسا کې دوو ځانمرګو ځانونه والوزول او لږترلږه ۴۰ تنه یې وژلي او ۷۰ نور یې ژوبل کړي دي.

د پاکستان تلویزیون د پولیسو د چارواکو په قول وویل چې په دې خونړۍ پېښه کې ۱۱۰ تنه وژل شوي یا ټپیان دي.

خو د سیمې اوسېدونکي او سیمه ییزې رسنۍ وايي چې ۶۰ تنه وژل شوي او تر سلو زیات نور ژوبل دي.

ژغورونکو د وژل شویو کسانو شمېر ۴۵ تنه او د ټپیانو ۷۵ ښودلی دی.

ویل شوي چې مرګ ژوبلې په دې خاطر زیاتې دي چې نن یکشنبه د عیسویانو د عبادت ورځ وه او له بلې خوا په کلیسا کې راټولو شویو کسانو تمه نه لرله چې پر دوی به حمله کېږي. چاودنې د کلیسا د ودانۍ په دوو برخو کې شوي دي.

پولیس وايي چې د ځانوژنې دوه واسکټونه یې موندلي دي.

پرون په بغداد کې دوو چاودنو ۶۰ تنه ووژل. د بغداد له ځانمرګو بریدونو سره په یووخت د کینیا په نایروبي کې د سومالیا الشباب تروریستي ډلې د کینیا د نایروبي په یوه پلورنځي کې د بمونو او وسلو په ذریعه په بریدونو کې ۵۹ تنه ووژل او ۱۷۶ نور ژوبل کړل.

2 thoughts on “د پېښور په ترهګر برید کې ۶۰ تنه وژل شوي او ۱۱۰ ژوبل دي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *