تاند- د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور په قصه خوانۍ بازار کې د نن ورځې په موټر بمي چاودنې کې لږترلږه ۳۸ تنه وژل شوي او ۸۲ نور ژوبل دي.
چاودنه نن تر غرمې مخکې، شاوخوا یوولس بجې، په قصه خوانۍ بازار کې د خان رازق د پولیسو د تاڼې مخې ته وشوه.
د پېښې ټپيان ليډي ريډنګ روغتون ته لېږدول شوي دي. وېره ده چې د تلفاتو شمېر زیات شي ځکه چې د ډېرو ټپیانو حال نازک ښودل شوی دی.
تراوسه څرګنده نه ده چې د دې بې رحمانه حملې هدف څوک و. ټول وژل شوي کسان عام خلک دي. یو جومات او یوه مسافرخانه د چاودنې ځای ته نژدې دي. موټر، چې چاودېدونکي مواد پکې اېښودل شوي ول، د پولیسو له تاڼې لس متره لېري درول شوی و.
د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ هم قصه خوانۍ ته څېرمه د کواټۍ بازار په سیمه کې پر یوې کلیسا دوو ځانمرګو بریدونو وشول چې په نتیجه کې یې ۸۴ تنه ووژل شول او ۱۲۰ نور ټپیان شول.