د پېښور پولیسو په سلګونو افغانان نیولي

تاند- پاکستان نن /سې شنبه/ وویل چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې یې تر ۲ زره زیات افغان کډوال نیولي دي.

پرون د پاکستان مرکزي حکومت فیصله وکړه چې راجستر شوي افغان کډوال ۲ کاله نور هم په پاکستان کې اوسېدای شي خو ناراجستر شوي باید وایستل شي.

د پاکستان مرکزي حکومت ایالتي حکومتونو ته امر وکړ چې ناراجستر شوي افغانان ونیسي او افغانستان ته یې ولېږي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا حکومت ناراجستر شویو افغان کډوالو ته اعلان کړی چې د جون تر دېرشمې پوري ځانونه په پاکستان کې راجستر کړي خو د دغه ایالت پولیسو تر ټاکلي ضرب الاجل ۳ ورځې مخکې ۲ زره افغانان نیولي دي.

ډان وايي، د ټاکلې نېټې له رانژدې کېدو سره پولیسو په پېښور ښار کې د افغانانو پر ضد کمپیان پیل کړی دی.

د پېښور پولیس وايي چې د ښار په مختلفو سیمو کې د افغانانو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي او تراوسه یې تر ۲ زره زیات نیولي دي.

پولیسو وویل:«شاوخوا ۹۵۰ تنه غیرقانوني افغانان په صدر کې، ۳۵۰ په پېښور ښار کې او ۷۰۰ نور د ښار په شاوخوا کلیو کې نیول شوي دي.»

ورځپاڼه د پولیسو په قول وايي چې ۴۰۰ نور افغانان افغانستان ته استول شوي دي.

 پاکستان وروسته له دې په خپله خاوره کې د افغان کډوالو پر ضد فشار زیات کړ چې د امریکا بې پېلوټه الوتکې د بلوچستان ایالت په نوشکي کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وواژه.

پاکستان وايي چې د منصور وژلو د افغانستان د سولې پروسه زیانمنه کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *