تاند- په پېښور کې پولیسو د افغانستان د کراټې د ملي ټیم څلور غړي ونیول او وروسته یې خوشي کړل.
پاکستاني رسنۍ وايي، پولیسو ۴ تنه افغانان د اسنادو د نه لرلو په خاطر ونیول او د پوښتنو- ګروېږنو لپاره یې د پولیسو تاڼې ته بېولل.
د پولیسو یوه مشر صاحبزاده سجاد د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته وویل:«نیول شویو کسانو راته وویل چې د افغانستان د کراټې د ملي ټیم غړي دي او پېښور ته په سفر راغلي دي. موږ ته د دوی ادعا ثابته شوه او بیا مو خوشي کړل.»
په خبر کې نه دي ویل شوي چې پولیسو په څه ډول د نیول شویو کسانو ادعا ثابته کړې ده.
پاکستاني رسنیو د نیول شویو کسانو نومونه هم نه دي څرګند کړي.
ډېر افغانان بې اسنادو پاکستان ته سفر کوي خو یو نیم وخت یې پولیس د دې لپاره نیسي چې پیسې ترې وشکوي. پاکستاني پولیس ډېر ځلي له خپلو خلکو سره هم ورته چلن کوي. (عکس)
په وروستیو ورځو کې د پاکستان سرحدي ځواکونو په لسګونو افغانان له نیولو وروسته د خوست ولایت سرحدي ځواکونو ته وسپارل.
دا دباكستان دولت يو قصدي او عمدي عمل دي جه دافغانستان دخلكو به مقابل كي إنجاموي .