تاند- د پېښور پولیسو د دغه ښار په یوه ډېره خوندي سیمه کې نن /جمعه/ د عملیاتو په ترڅ کې یرغمل نیوونکی وواژه او یو افغان یې وژغوره.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې پولیسو د استخباراتي معلوماتو له مخې د یونیورسټي ټاون په سیمه کې عملیات وکړل چې په لړ کې یې یو افغان، چې د پیسو لپاره تښتول شوی و، وژغورل شو.

د یرغمل نیوونکو له منځه یو تن له پولیسو سره د ډزو د تبادلې په ترڅ کې ووژل شو.

برمته شوی افغان څو اوونۍ مخکې د حیات اباد له سیمې څخه تښتول شوی و او تښتوونکو د هغه د خلاصون په بدل کې پیسې غوښتې.

پولیسو نه دي ویلي چې تښتونکو څومره پیسې غوښتې. په دې اړه هم څه نه دي ویل شوي چې د تښتونکو شمېر څو و او نور څه شول.

6 thoughts on “د پېښور پولیسو په ټاون کې یو افغان د یرغملګرو له منګولو خلاص کړ”
  1. غازي امان الله خان (زېږېدنه: ١ د جون، ١٨٩٢ – مړينه: ٢٥ د اپرېل، ١٩٦٠) له ١٩١٩ زېږيز کال نه تر ١٩٢٩ زېږيز کال پورې د افغانستان پاچا وو. امان الله خان د افغانستان هغه پاچا دى ، چې په ١٩١٩ زېږيز كال يې د خپل ملت په ملاتړ انګرېزان له هېواد څخه وشړل او يو خپلواك او سرلوړى حكومت يې جوړ كړ او په همدې توګه د افغانستان د خپلواکۍ ګټيالی بلل کېږي. د غازي امان الله خان د حکومت وختونه د افغانستان په تاريخ کې د يو بې ساري ولسواکۍ او ټولنيزو بدلونونو دوران وو . امان الله خان په ١٣٠٩هـ. ق كال د كابل په پغمان كې زېږېدلى، دی د امير حبيب الله خان زوی ، د امير عبدالرحمن خان لمسی ، د امير محمد افضل خان كړوسى او د امير دوست محمد خان كودى دى . د امان الله خان مور سرور سلطانه بېګم نومېده . کله چې په ٢٠ د فبروري، ١٩١٩ زېږيز کال کې دده پلار په د لغمان په كله ګوش کې شهيد شو ، نو په هغه وخت کې امان الله خان د کابل والي وو او د کابل د پوځ او خزانې ټول واک دده په لاس کې وه . په دې وخت کې امان الله خان په كابل كې پاچا شو او د خپلې پاچاهۍ له اعلان سره سم يې له انګرېزانو څخه د افغانستان خپلواكي اعلان كړه او د انګرېزانو پر ضد يې په ټول هېواد كې د خپلواكۍ د غزا ډول وغږاوه . نوموړي ډېر ژر د افغانستان د خلکو او قبايلو ملاتړ ترلاسه کړ او په همدې توګه لس کاله د افغانستان پاچا پاتې شو. اعليحضرت امان الله خان دې ته ډېر لېواله و ، چې هېواد يې پرمختګ وكړي او د نړۍ له پرمختلليو هېوادونو سره سيال شي، ده په همدې موخه د هېواد په بېلا بېلو ځايونو كې د نجونو او هلكانو لپاره ښوونځي جوړ كړل .

    نيوليک

    1 زده کړې
    2 انځورتون
    3 دا هم وګورۍ
    4 باندنۍ تړنې

    زده کړې

    لومړنۍ زده كړې يې په شاهي دربار او بيا يې نورې زده كړې په حربيه مدرسه (حربيه ښوونځي) كې تر سره كړي . په پوځي زده كړه كې يې ځانګړى استاد هم درلود چې محمود سامي پاشاه نومېد . امان الله خان د خپل پلار په دربار كې زيات محبوبيت او مينه وال لرل . كله به چې امير چېرته په سفر ولاړ ، نو د خپل عادت له مخې به يې خپل مشران زامن په نوبت سره ځايناستي ګرځول او كله به چې امان الله خان ته نوبت ورسېد، نو له درباريانو سره به يې خورا غوره چلند كاوه ، له بنديانو سره به يې ډېره نرمي كوله ، او ان كله به يې پټ ليده كاته هم ورسره كول او پر پوځيانو به يې ځانګړى پام و . همدا لامل و چې كله يې خپله پاچاهي اعلان كړه ، نو په دربار كې له كومې ځانګړې ستونزې سره مخ نه شو . امان الله خان ډېر زغم درلود ، هوښيار او مدبر سړى و ، په ډېره صريحه او څرګنده لهجه يې خبرې كولې او كله به يې چې وينا كوله مقابل لورى به يې ډېر زيات تر خپل اغېز لاندې راووست . كله چې د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ په دوران كې روڼ اندو د مشروطيت غورځنګ جوړ كړ ، نو امان الله خان د همدې غورځنګ په فعاليتونو كې هم بشپړه ونډه واخيسته . د ځينو فعاليتونو له امله امير حبيب الله د همدې غورځنګ غړي بنديان كړل ، نو اعليحضرت امان الله د خپلې پاچاهۍ په لومړيو ورځو كې له زندان څخه را خلاص كړل او په دې توګه يې غوښتل چې د همدغو روڼ اندانو له پوهې څخه د هېواد په پرمختيا كې كار واخلي. امان الله خان يو ځوان هېوادپال شخصيت و ، چې د افغانستان د سمسورتيا او پرمختيا لپاره يې ډېرې هلې ځلې وكړې ، خو له بده مرغه چې د پرمختيا او سمسورتيا په لار كې ورته يوه مكار دښمن كمين نيولى و او امان الله خان يې په دغه لار وړاندې تګ ته پرېنښود . امان الله خان د خپل پلار د مرګ پر اوومه ورځ ملت ته په وينا كې داسې وويل: “اى د افغانستان معظم ملته! ما د پلار د شهادت پر وخت د سلطنت وكالت په كابل كې پر غږړه درلود او اوس په هغه اصالت د امانت دروند بار متوكلاً او متعصماً پر غږړه اخلم. كله چې ستر ملت زما پر سر د پاچاهۍ جوغه كېښودله، ما عهد وكړ چې د افغانستان دولت به لكه د نړۍ نورو مستقلو قدرتونو د هېواد په داخل او خارج كې ازاد او مستقل وي ، د افغانستان خلك به د قانون تابع وي ، بېګار او نور جبري كارونه به بند وي . دلته به ډېر اصلاحات راځي، چې هېواد په نړۍ كې خپل مناسب ځاى ومومي، زه به د “شاورهم فى الامر” پر اساس د هېواد چارې اجرا كوم، تاسې به د خپل دين او هېواد په چارو كې ډېر هوښيار اوسئ او په بيدارۍ به وطن ساتئ. زه تاسو، ټول اهل اسلام او ټول بني نوع انسان ته خير او سعادت غواړم.” كله چې اعليحضرت امان الله خان انګرېزانو ته د افغانستان خپلواكي اعلان كړه، انګرېزانو هېڅ غوږ پرې ونه ګراوه، نو ځكه اعليحضرت اړ شو چې د انګرېزانو په وړاندې د غزا او جهاد اعلان وكړي. افغان ملت په ډېر لإ وخت كې انګرېزانو ته ماته وركړه. انګرېزانو چالاكي وكړه، د خپلې شرمېدونكې ماتې د پردې كولو لپاره يې د سولې خبرې پيل كړې او د افغان غږزيانو د لا نورې پرمختيا مخنيوى يې وكړ. د هېواد د فرهنګ د غوړېدا په لړ كې د اعليحضرت امان الله خان لومړى ګام د امان افغان خپرول وو، چې لومړۍ گڼه يې د ١٩١٩ زېږيز كال د اپرېل پر ١٢مه د عبدالهادي داوي په مديريت خپره شوه. دغې خپرونې د خلكو د ذهنونو په روښانولو كې پوره ونډه واخيسته او هېوادوالو ته يې د هېواد د پرمختيا لورى په ګوته كړ. د مطبوعاتو په برخه كې بيا وروسته په لسګونو نورې جريدې او مجلې خپرې شوې او په هر ولايت كې يوې جريدې خپرونې كولې. همدا وخت د ارشاد النسوان په نامه د ښځو يوه خپرونه هم وه. د قانون جوړلو په برخه كې امان الله خان د ١٩٢٢ زېږیز كال د فبروري پر ٢٩مه په جلال اّباد كې د ملت د٨٧٢ استازيو په ګأون لويه جرګه جوړه كړه، او په 1923 کی د افغانستان لومړنى اساسي قانون يې تصويب كړ. په اقتصادي برخه كې يې د صنايعو انكشاف ته پوره پام وكړ او په بانديني تجارت كې افغاني پيداوارو د نړۍ ماركېټونو ته لاره ومونده. په عمراني برخه كې نوي ښارونه جوړ شول او د كابل ښار له پخوا څخه څو چنده پراخ شو. د ولايتونو تر منځ لارې او سړكونو له سره جوړ شول او په لارو كې د مساپرو د هوسايۍ لپاره هوټلونه په كار ولوېدل. اعليحضرت افغان زده كوونكي د لوړو زده كړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته په دې موخه واستول چې د هېواد په بشپړه اّبادۍ او سمسورۍ كې برخه واخلي. خو له بده مرغه ځينو شر غوښتونكيو د پاچا دغو ټولو ښو كارونو ته بل نوم او عنوان وركړ، پاچا ته يې سردرد او د پرمختيا د كارونو په وړاندې يې خنډونه جوړ كړل. كله چې اعليحضرت امان الله خان د هېواد د لا پرمختيا په هيله د ١٩٢٧ زېږيز كال په وروستيو كې د اروپا په سفر ووت او چې بېرته له سفره راستون شو ، د پاچا د اصلاحي كارونو په وړاندې خنډونه لا نور هم زيات كړل شول. او بيا د سقاو زوى اړى ګړى جوړ كړ. اعليحضرت و نه غوښتل چې په هېواد كې يې وينه تويه شي او د ١٩٢٩ زېږيز كال د جنوري په لومړۍ اوونۍ كې يې استعفاء وركړه او پر ځاى يې خپل ورور عنايت الله په پاچاهۍ وټاكه. خو د سقاو د زوى حبيب الله کلکاني په سر كې د پاچاهۍ نشه وه، ارګ يې محاصره كړ او اعليحضرت عنايت الله هم له پاچاهۍ لاس په سر شو. همدا مهال اعليحضرت امان الله خان د كندهار، له لارې هند او له هغه ځايه بيا ايټاليا ته لاړ، هملته يې له هېواده لرې ژوند غوره كړ او د ١٩٦٠ كال د اپرېل پر ٢٦مه يې له دې نړۍ سترګې پټې كړې. اروا يې ښاده . د اعليحضرت د وصيت له مخې د هغه جنازه افغانستان ته راوړل شوه او په جلال اّباد كې د خپل پلار د مرقد تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.

  2. ايپي فقير

    فقير د عربئ ټکې دې او مطلب یې د غریب يا روحاني سړي کیږي، خو د ټکې په پښتو کښې هم مستعمل دې- ايپي د شمالي وزيرستان يو کلي نامه ده چه د بنو او رزمک واټ باندې پروت دې او دغه د ايپي فقير اوسيدنې ځائی وو-
    مخينه

    د ايپي فقير اصلي نوم مرزا علي خان وو- اګرچه هغه صحيح زيږيدنی کال نه دې معلوم خو دومره معلومه ده چه ۱۸۹۲ – ۱۸۹۷ کالو پر مينځ کښې د توري خیل وزیرو د مداخیل برخه کې د بنګل خیل خاندان کې پیدا شوی وو- پر دې کلي کې هغه ورو ورو په داوړو قام کې د برخې څښتن یا بزرګ مشهور شو-

    مارچ ۱۹۳۶ په بنو کې يوه واقعه وشوه چې د ايپي فقير ژوند لاره یي بدله کړله- دا پېښه د یوې ښځې اسلام بي بي محاکمه وه- دا پنځلس کلنه ښځه، چې مخکې هندوه وه او د يو هندو میرمن وه، د یو ښوونځي پښتون ښوونکي سره وتښتيده او مسلمانه شوه او نوم یې د چند بي بي نه پر اسلام بي بي واړاوه- دا محاکمه هندو وګټله اسلام بي بي هغه ته واپس کړې شوه او پښتون ښوونکی بندي شو-

    دغه خبرې د سيمې خلک ډیر په غصه کړل او ايپي فقير په وینه او مشرۍ یې د انګریزانو پر ضد جنګ پيل کړ- انګریزانو پر دې جنګ کې ۳۶ بټالین پیاده ځواک، نژدې خپل ټول هوايي ځواک، او توپخانې او د کمکي ځواک یوه ښه برخه يې پر شمالي وزیرستان کې استعمال کړله- دا جنګ یو کال وشو انګریزانو ډیر کوښښ وکړو چې ايپي فقير ونیسي خو دې کې بریالي نه شو- او ايپي فقير د وزیرستان په غرونو کې پټ شو-

    په دويمه نړيواله جګړه کې د متحده ځواکونو (المان، ایټالیې، او نورو) هڅه دا وه چې د ايپي فقير په مشرۍ د پښتونخوا پښتانه د هند د انګریزانو په ضد راولاړ شول خو چې کله المان په روسیې حمله وکړه نو دا کار ناشونی پاتې شو-

    کله چې په ۱۹۴۷ کې پاکستان د انګریزانو د میراث مالک شو، نو ايپي فقير د پښتنو د پاره د بیل هیواد غوښته وکړه، هغه د پښتونستان اعلان وکړ او ملي جرګه ئې جوړه کړله او پخپله د دې ولسمشر شو- په ۱۹۴۸کال کې ايپي فقير دته خیل ونیو- که څه هم چې پاکستان کې د انګریزانو په شان زور نه وو خو د انګریزانو په شان ئې پر وزیرو باندې هوائي بریدونه کول –

  3. د امير شېر علي خان تر مرګ وروسته د کابل حالت ډېر خراب وو انګرېزان مخته راتله څو په اخر کي سردارانو امير محمد يعقوب خان پسله ٨ کالو بند څخه د بنديخانې څخه را و ايست او پاچا يې کړ .

    امير محمد يعقوب خان چي يو بې تجربې سړی وو انګرېزانو و نيوئ او ګندمک ته چي د کابل او جلال اباد تر منځ يو ځای دئ بوت او هلته يې د افغانستان په تاريخ کي خرابترينه معاهده په امضا کړه . پدې معاهده کي افغانستان ډيري نوري مځکي له لاسه ورکړې جمادي الثاني ١٢٩٦ هـ ق ٢٦ مې ١٨٧٩ م .

    د ګندمک د معاهدې له مخي افغانستان پښين ، کورم او خيبر له لاسه ورکړه او هم د دې قرارداد له مخي د انګرېز نماينده په کابل کي ځای پر ځای سو .

    دا کار د افغان ملت د منلو وړ نه وو ځکه نو مجاهدينو په مېړانه د انګرېز سره جنګ پيل کړ . د انګرېز نماينده ( کيوناري ) يې د ټولو ملګرو سره د کابل په بالا حصار کي مړ کړ او د بلي خوا د کندهار په ميوند پر دښت د پښتنو نر ، ښځي ، زاړه او واړه د غازي ايوب خان د امير شير علي خان د زوی په مشري د خپل هيواد او خپلي ازادۍ د ساتني د پاره د قربانۍ ډګر ته حاضر سوي

    وه . ټاکنده غرمه وه ، غازيان تږي ، ستړي او ستومانه ښکارېدل ، د ميوند پر دښت اوبه هم نه وې ، نژدې وو چي د پښتنو لښکر له تندي ماته وکړي . له بلي خوا د دښمن لښکر ډېر قوي او په راز راز وسلو مجهز وو . پدغه وخت کي د پښتنو بيرغچي هم ټپي سو ، چي دې وضعيت انګرېزانو ته د يوې شديدي حملې جراٌت ورکړ . خو په دې حال کي يوه پښتنه پېغله ميدان ته راغله او د پښتنو ملي بيرغ يې په خپلو سرو منګلو له مځکي پور ته کړ او دا لنډۍ يې و ويل : ٢٧ د جولای ١٨٨٠ م .

    کينډۍ:د شعر پای د دې پېغلي ږغ لکه يو اسماني ږغ وو چي د پښتنو غازيانو ويني يې په جوش راوستلې او ټولو د الله اکبر په يوه ناره پر غليم حمله و کړه او خپله خاوره يې د پرديو متجاوزينو له ناپاکو قدمو څخه خلاصه کړه .

    دملالې د ژوند دپیښو په اړه چې دا نومیالۍ پیغله څوک،دچالوراودکومي سیمي کلي اوسېدونکې وه ، پوره معلومات په ﻻس کې نشته،خو دمېوند د فتحې دننګ او جنګ په معرکه کې ددغې نومیالۍپیغلې کردار او نقش لکه د لمر په څیر څرګند دی . ملي او ولسي روایات او هم تاریخي آثار په دې هکله تقریبا په یوه خوله دي او دعباراتو په ډیر لږ توپیر او بدلون دمیوند په فتحه کې د هغې غوڅ او ټاکونکی نقش تائیدوي . د (پښتنې میرمنې)کتاب لیکوال عبدالرؤف بینوا لیکي چې: (ددوشنبې په ورځ د برات د میاشتي په اوولسمه،1297هجري قمري کال چې افغاني زلمیانو،میړونو او ښځودخپل وطن دساتنې په نیت سرونه پر میدان ایښي او دمیوند ډګر په دقربانۍ له پاره حاضر شوي وو، ټکنده غرمه وه، غازیان تږي او ستړي ستومانه وو… دمیوند پر دښت هیڅ اوبه هم نه وې،نږدې وه چې افغاني لښکر له تندي څخه ماتې وکړي .په داسي حال کې چې دلښکرو بیرغچي هم سخت زخمي شو او بیرغ یې له ﻻسه ولوېد، یوه پیغله راغله، بیرغ یې په سرو منګولو واخیست، ناره یې کړه:

    کينډۍ:د شعر پای

    ددې پېغلي داغږ یو آسماني غږو چې دافغاني زلمیانو وینې یې په جوش راوستلې،او ټولود الله اکبر په ناره پرغلیم یرغل وکړاو دښمنان یې تار په تار او خپله پاکه خاوره یې د هغوی له قدمونو څخه وژغورله…داپیغله ملاله نومیدله.) په ځینو روایتونو کې همدغه پورتنی مفهوم دالفاظو په لږوډیر بدلون سره راغلی دی : (دیوه خوا دپرنګي پوځونه دمیوند پر دښته پراته،په هر ډول وسلو اووسیلو سمبال وو، بله خواافغانان په تش ﻻس،خو دایمان او عقیدې په وسله سمبال دهغوی مقابلې ته راوتلي وو او په دې نیت او تکل وو چې دغه کفري لښکرې له خپلې خاورې څخه وباسي او هيواد ددوی له باولیو منګولو څخه آزاد کړي . له افغانانو سره په دغه جګړه کې افغاني پیغلي او میرمنې هم شاملې وې،چې ځینو یې غازیانو ته خواړه،اوبه او باروت وررسول اوځینې له خپلوپلرونو،ورونواومیړونو سره اوږه په اوږه ددښمن مقابلې ته وﻻړې وې .یوه له دغو نومیالیو څخه ملاله وه . ټکنده غرمه وه،ملالې ولیدل چې له یوې خوا ددښمن دپوځونو شمیرزیات او په ډول ډول وسلو اووسیلو سمبال دي، او له بلې خوا دهغوی په وړاندې دافغاني غازیانو شمیر لږ،تش ﻻسي او نږدې و چې له ډیرې ګرمۍ،تندې او ستړیا څخه له ماتې سره مخامخ شوي واي .نویوهسک ځای ته وختله او دزړه له ځوښه یې افغاني غازیانو ته دالنډۍ وویله:

    کينډۍ:د شعر پای دملالې د لنډۍ هر توری لکه غشی د غازیانو په زړونو ولګید،وینې یې په ځوښ راغلې،مات زړونه یې راژوندي شول او د (الله اکبر)په کفر ځپونکي غږ پر دښمن ورغلل، سره ورځ یې پر جوړه کړه.څه شیبه وروسته ملاله یو ځل بیا پر لوړ ځای ودریده او دا له جذبې ډکه ناره یې وکړه :

    کينډۍ:د شعر پای

    ددښمن پرپوځونو ماته ګډه او ډیر زیاته مرګ ژوبله پکې وشوه .د (افغانستان درمسیرتاریخ)لیکوالد دهغه وخت دیو نومیالي مؤرخ میرزا یعقوب علي خوافي دکتاب په حواله لیکي چې په دغه جګړه کې له دولس زره انګریزي پوځ،عسکرو او صاحب منصبانو څخه یوازې 25تنه ژوندي دجګړې له ډګر څخه په تیښته بریالي شول .

    میوند فتح شو . چافتح کړ؟ننګیالۍ اوتوریالۍ ملالې!

    د(زموږغازیان)کتاب لیکوال محمدولي ځلمې دنفتوﻻ خالفین د کتاب (شیپورهای پیروزی میوند) د 453مخ په حواله لیکي : (کله چې دزیاتي مرګ ژوبلې په نتیجه کې میوند فتح او افغاني غازیان دخپلو شهیدانو دښخولو په تکل کې وو،غازي سردارمحمدایوب خان پوښتنه وکړه چې دغه نجلۍ څوک ده چې په داسي نازک حالت کې یې پخپلو ملي لنډیو افغاني لښکر په ننګ او غورځنګ راوست . ځواب ورکړل شو چې دا(ملاله)دیو چوپان لور او د میوند(کشک نخود)اوسیدونکې ده .بل ورته وویل چې دا ډېره زړه وره وه،دغازیانو تر څنګ یې باید ښخه کړو . ایوب خان وویل : ښه وایاست . ملایانو او ملي مجاهدینو دبخښنې دعا ورته وکړه او همهلته یې خاورو ته وسپارله .) همدارنګه میرغلام محمدغبار په (افغانستان درمسیرتاريخ)او لویس دوپري په خپل اثر(افغانستان)کې دملالې سرښندنه او ننګیالیتوب ستایي اوتائیدوي . له دغه پورته څرګنددونو څخه داښکاري چې (ملاله)دهمدغه میوند په تاریخي جګړه کې دشهادت مقام ته رسیدلې او تلپاتې نوم یې په برخه شوی دی . دغه ستره کارنامه یې زموږ دهیواد په تاریخ کې په زرینو کرښو لیک او تر هغه چې افغان او افغانستان وي،له چا به نه هیریږي او په ډیر درناوي به نمانځل کیږي . ددې نومیالۍاو ننګیالۍپیغلې قبر دمیوند دشهیدانو په هدیره کې معلوم او ډېر خلک زیارت له ورځي،روح دې ښاد او یاد یې همیشه!

  4. دا زمونږ د هیواد د معاصر تاریخ څو ژوندی او مستند مثالونه دی
    که د تاند ښاغلی چلونکی ته کومه ستونځه نه وی نومهربانی د وکړی د ښاغلی احسان الله دا پورته دری تبصری دی د دریوو جلا جلا مقالو په څیر نشر کړی . ځکه چی هغه د مطالبو په راټولولو کی ډیر زیار ګاللی دی . هیله ده چی زمونږ هیواد وال دا مطالب په دقت او ځیر سره وګوری. کله چی ما د نړۍ د ديپلوماسی له تاریخ نه یو دوه لیکنی تاند ته ولیږلی په لاره ورکی شوی او نشر نه شوی

  5. زه سربدال یم که تاند؟ د پېښور د پولیسو او تښتووونکو تر منځ او د ايپي فقیر او امان الله خان تر منځ څه خپلوي ده چې دلته مو سره سلاته کړي دي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *