تاند- د کشمیر او ګلګت- بلتستان د چارو لپاره د پاکستان د فدرالي حکومت وزیر چودري بارجیس طاهر نن /یکشنبه/ افغانستان ته د صدراعظم محمد نوازشریف سفر ګټور وباله، ویې ویل چې د دې سفر په نتیجه کې به د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې یو نوی باب پرانستل شي.
ده په اسلام اباد کې خبریالانو ته همداراز وویل، د پاکستان حکومت له افغانستان سره اړیکو ته تر ټولو زیات لومړیتوب ورکوي.
د کشمیر او شمالي سیمو لپاره د پاکستان د مرکزي کابینې دغه غړي زیاته کړه: د پاکستان د صدراعظم له لوري افغانستان ته وړاندیز شوی پکېج به، چې د کابل- پېښور د موټروې جوړېدا هم پکې شامله ده، افغانستان ته د پرمختګ نوې لارې پرانیزي.
د ښاغلي طاهر په وینا د دې لارې جوړېدا به د افغانستان تولیداتو ته لاره اواره کړي چې نه یوازې د جنوبي اسیا بلکې نړیوالو بازارونو ته په اسانه ورسېږي.
ده دا هم وویل، د پاکستان او چین له دهلېزه (قراقروم) نه یوازې اسلام اباد او بېجنګ بلکې افغانستان او هند هم ګټه اخیستلی شي.
په همدې حال کې نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی اعزاز احمد چودري وویل چې د کابل د سفر په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان مشرانو موافقه وکړه چې تر ۲۰۱۵ کال پوري به په خپل منځ کې سوداګري پنځو ملیارد ډالرو ته رسوي.
چودري کابل ته د نوازشریف سفر بریالی وباله، ویې ویل چې دواړو خواوو د سولې د بهیر، د ۲۰۱۴ کال په پای کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو، خپل منځي اړیکو، سوداکري راکړو ورکړو او ګڼو نورو مسایلو په باب خبرې وکړې.
ښاغلي طاهر د پروېز مشرف او نوازشریف ترمنځ د توپیر په اړه وویل چې پوځي زورواک جنرال مشرف په پاکستان کې د ترهګرۍ زړي وکرل خو نوازشریف هیواد ورڅخه خلاصوي.
ده ټینګار وکړ چې له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د خبرواترو، همکارۍ او اقتصادي راکړې ورکړې په قوت باور لري.
د ښاغلي طاهر په وینا د پاکستان اوسنی حکومت په دې باور لري چې په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان پر سولې او ثبات ژور اغېز لري او له یو بله جلا نه دي.
ده تاکید وکاوه چې امن او سوله ییز افغانستان د پاکستان امنیت تضمینوي.
له بلې خوا یوه سخت دریځي پاکستاني مشر حافظ سعید، چې د جماعت الدعوت ګوند مشر دی، په افغانستان کې د نوازشریف وروستۍ څرګندونې لانجمنې او د نه ستاینې وړ وبللې.
نوازشریف په کابل کې وویل:«ما خپل ورور ولسمشر حامد کرزي ته ډاډ ورکړ چې پاکستان به د افغانستان د سولې او پخلاینې له بهیر سره د مرستې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.»
سعید وویل چې د پاکستان ټولې ستونزې د هند، امریکا او اسراییلو له لاسه دي.
نواز شریف چی کومه خبره کوی دهغه برعکس کارکوی دجوړیدونه یی په ورانه ولوډیر خوشحاله دی
داده افغانستان لپاره دضرررسونکو خلکوڅخه ډیرضرری انسان دی خدای دی ددی دضررنه ټول افغانان
په امن کړی
موټروې دې ځانته جوړه کړي څه شوې هغه د سولې خبرې زمونږ نه ستاسو موټروې په کار ده او نه مو ستاسو د اقتصاد پراختيا هغه بې لارې هغه بې کوره مو که رانه منع کړۍ دا زمونږ لپاره هر څه دي