پخوا به چې ځانمرګی برید وشو، ټول به فکر کاوه چې طالبانو او یا حزب اسلامي کړی، ځکه همدا دوه ډلې وې چې ځانمرګي بریدګر به یې روزل او بیا به یې پر افغان او بهرنیو ځواکونو د برید لپاره چمتو کول، هغه وخت نو په عامه ځایونو کې ځانمرګي بریدونه کم و، خو ورو ـ ورو دا لوبه بدلیدله.
د طالبانو په ډلو کې قومندانانو او یا روزونکو ولیدل چې زیات ځوانان د جهل او ناپوهۍ له کبله ځانمرګي برید ته زړه ښه کوي، شمېر یې زیات و، نو په دې لټه کې شول چې د طالبانو له لیکو بیرون ځانمرګي بریدګر وپلوري او خلک یې د خپلو شخصي اهدافو لپاره وټاکي.
اوس چې په افغانستان کې د طالبانو تر څنګ داعش ډلې هم فعالیت پیل کړی او زیات تمرکز یې په ځانمرګو بریدونو دی، د ځانمرګو شمېر هم ورسره زیات شوی دی.
غالبه په کابل کې یو کس راته کیسه کوله، چې د طالبانو د لیکې یو کس سره ناست و او دا یې په ډاډ ورته وویل چې سیاسي مخالفین او مافیا ځینې وختونه له طالبانو او داعشیانو ځانمرګي بریدګر په پيسو اخلي، بریدګر ته مالومات ورکول کیږي چې یو مرتد او یو جاسوس باندې په ټاکل شوي ځای کې برید کوي او دی به جنت ته ځي.
ځانمرګی له دې نه وي خبر چې خرڅ شوی دی او خپل هغه هدف هم نه دی خبر چې برید پرې کوي، ځینې وخت خو د ځانمرګي د بم ریموټ هم له هغه کس سره وي چې په پيسو یې اخیستی دی.
دا د طالبانو د ملګرو خبره ده چې لومړیو کې د یو ځانمرګي بریدګر بیه له ۳۰ ـ ۴۰ لکو کلدارو وه، خو اوس چې د ځانمرګو بریدونو لپاره کسان زیات دي، و دا بیه درې لکه کلدارو ته راغلې ده.
یانې که یو څوک وغواړي چې خپل شخصي دښمن باندې برید وکړي او پړه یې هم بل څوک واخلي، نو دا ورته ښه لار ښکاري چې یو ځانمرګی واخلي اوهر ځای خپل دښمن په نخښه کړي، د دې تر څنګ سیاسي مخالفین او مافیا چې کله یې ګټې په خطر کې شي، پر حکومت د فشارونو له کبله ځانمرګي بریدګر اخلي او په عامه ځایونو کې چاودنې ورکوي چې خلک په حکومت پسې راوپاروي او د دوی غوښتنې ومني.
تاسو به لیدلي وي چې په عامه ځایونو کې بریدونو پړه هیڅ ډله پر غاړه نه اخلي، لامل همدا دی چې ځانمرګی اخیستل شوی او موخه داسې ورکړل شوې چې ګنې له دې لارې جنت ته ځي او یا به لار دا چې د ځانمرګي ریموټ یې له بادار سره وي او هر ځای چې وغواړي چاودنه ورکوي.
له هر ځانمرګي برید وروسته به تاسو لیدلي وي چې حکومت او افغان ځواکونه ملامت بلل کیږي چې ګنې د بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلی، خو په دې فکر نه کوي چې څنګه کیدای شي د ځانمرګي برید مخه ونیسي، ایا دا ممکنه ده چې هر څوک په لار روان وي او یا موټر کې ناست یو ـ یو تلاشي شي، ایا دا ممکنه ده چې هر ځای په خلکو جمپر او څادر لیرې کړي چې وګوري ځانمرګی خو به نه وي.
افغان کشفي ارګانونه تل په دې هڅه کوي چې د ځانمرګو بریدونو مخه ونیسي، تاسو به لیدلي وي چې درې ورځې وړاندې ملي امنیت په کابل کې ۱۳ داعش بریدګر ونیول چې غوښتل یې په عامه او دولتي ځایونو باندې بریدونه وکړي، نو افغان ځواکونه هم ویده نه دي او تل په دې هڅه کې دي چې د بریدونو مخه ونیسي، خو دا چې ځینې هدف ته رسیږي، لوی لامل همدا دی چې د عامو خلکو په جامه کې یې تر ځان چاودیدونکي توکي تړلي وي او عامه ځای کې چاودنه ورکوي.
د ځانمرګو بریدګرو روزونکي هدف ته رسیږي، ځکه د هغوی هدف د ځانمرګي روزل او پلورل دي چې له دې درکه زیاتې پيسې په لاس راوړي، ځینې سیاسي مخالفین او مافیا هم هدف ته رسیږي، ځکه چې ځانمرګی واخلي، په یو ځای کې چاودنه ورکړي او خلک په حکومت او افغان ځواکونو راوپاروي.
نو ښه به دا وي چې خلک دې بیدار اوسي، اوسنی وضعیت دې درک کړي چې دا هر څه د څه لپاره، دا جګړه د افغانانو نه ده او نه هم دا جګړه د اسلام او کفر ده، جګړه د شخصي ګټو او سیمې او نړۍ د استخباراتو ده چې افغان ځواکونه یې یواځې قرباني ورکوي.